1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ډيريدو پريکړه

۱۳۸۸ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

دآلمان کابينې پريکړه وکړل چي په افغانستان کي ددغه هيواد دهغه عسکرو شمير چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF په چو کاټ کي ،په شمال کي ماموريت لري ، شمير يي تر 5350 پوري زيات کړای شي

https://p.dw.com/p/LwtT
انځور: AP

په روان وخت کي دآلماني عسکرو شمير په افغانستان کي 4500 ته رسيږي . دغه خبرنن دآلمان دخبررسولو دآژانس DAPD له خوا خپور شوی دی . دآلمان دکابينې دغه پريکړه بايد ددغه هيواد داتحادي پارلمان له خواهم ومنل شي او سبا به د چارشنبې په ورځ دآلمان دبهرنيو چارووزيرګيدو وستر ويلي ددغه هيواد داتحادي پارلمان په وړاندي دحکومت په نام يوه وينا وکړي .

دافغانستان په هکله دهغه نوي ستراتيژي طرحي پر بنا چي دلندن په کنفرانس کي پرې موافقه شوې ، ښايي دراتلونکي ميلادي کال په نيمايي کي له افغانستان څخه دآلماني عسکرو په ايستلو پيل وسي . خو داچي څه وخت به ټول آلماني عسکر له افغانستان څخه وځي ،دآلمان حکومت قصداً په دې اړه کومه پريکړه نده کړې چي څه وخت به په بشبړه توګه آلماني عسر له افغانستان څخه وځي .

په افغانستان کي دآلماني عسکرو دماموريت په متن کي به هم په راتلونکي کي بدلونونه راسي . په دې معنی چي آلماني عسکر به په راتلونکي زياتره دافغانستان دامنيتي ځواکونو په روزنه کي ونډه اخلي او داکار به ځکه ضروري وي چي له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو مساله په همدي پوري تړلې ده ، چي څه وخت پخپله دافغانستان عسکر او پو ليس دا توانمندي پيدا کوي چي په دغه هيواد کي دسولي او ثبات دساتني دنده پر غاړه واخلي .

دلندن دکنفرانس څخه ر ا پديخوا له دې څخه خبري کيږي چي ښايي تر پنځو راتلونکو کلونو پوري افغان امنيتي او پوځي ځواکونه دا توانمندي پيدا کړي چي په هيواد کي دسولي او امنيت سا تنه وکړي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي .

تراوسه په افغانستان کي دآلماني عسکرو دماموريت لوړ حد 4500 ته رسيده . خو په راتلونکي کي به په دغه شمير کي 500 نور هم زياتوالی راسي . او 350 تنه نور عسکر به په اصطلا احتياطي وي دځانګړي حالاتو دپاره . مثلاً کله چي دهمدې روان ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کي په افغانستان کي پارلماني ټاکنې کيږي ،دوی به دلنډي مودې دپاره دغه هيواد ته واستول شي . په راتلونکي کي به ددغه آلماني عسکرو له جملې څخه چي په افغانستان کي دي، 1400 يې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزني دنده پر غاړه ولري . تر اوسه ددوی شمير 280 ته رسيده .

په مجموعي ډول سره افغانستان ته دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي 44 هيوادونو عسکر استولي دي ،چي دپخوا په پرتله ددوی دعسکرو په شمير کي تر 39000 پوري زياتوالی راسي . 30000 يي امريکايي عسکر دي او 9000 نور يي دناټو دنورو غړو هيوادنو عسکر .

که څه هم دافغانستان په شمال کي زياتره آلماني عسکر دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي ماموريت سرته رسوي ،خودسويډن اود ځيني نورو هيوادونو عسکر هم په دغه سيمه کي شته او په راتلونکي کي امريکايان هم غواړي چي دافغانستان شمال ته خپل 5000 عسکر واستوي ،خو د ISAF قومانداني به لکه دپخوا په شان په شمال کي د آلمانانو په لاس کي وي .

AP / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري