1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اداري فساد او ختلاس په برخه کي لوېديځ هيوادونه هم بايد ملامتيا و مني

۱۳۸۸ آبان ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د رويترس آژانس سره په مرکه کي ويلي چي لوېديځ هيوادونه بايد د حامد کرزي له حکومت څخه د اداري فساد او ختلاس پر ضد په مبارزه کي د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړي...

https://p.dw.com/p/KXWB
د کرزي پر حکومت باندي د هغه د لويدځو ملاتړ کونکو فشار وار په وار زياتيږي چي د حکومت په رهبري کي سمونوالي راوړي او د اختلاس او اداري فساد ريښي وباسي.
د کرزي پر حکومت باندي د هغه د لويدځو ملاتړ کونکو فشار وار په وار زياتيږي چي د حکومت په رهبري کي سمونوالي راوړي او د اختلاس او اداري فساد ريښي وباسي.انځور: AP Graphics

د جمهوري رياست په ټاکنو کي د درغليو له تشخیص سره د حامد کرزي شهرت په هغو هيوادونو کي چي د هغه له حکومت څخه يی په ځان او مال ساتنه کوی، سخت ژوبل شوي دی، له لويديځي نړي سره د هغه اړيکي مخ په سړيدو دي. په پام کي دي چي کرزي به د نومبر په 19 د جمهوري رياست د يوي بلي دوري لپاره لوړه وکړي، دا په داسي حال کي ده چي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما لا تراوسه تصميم نه دي نيولي چي له افغانستان سره څه وکړي، آيا دغه هيواد ته په لس ګونو زر نور امريکايي سرتيري واستوي او که د نورو لارو چارو په لټه کي شي تر څو د افغانستان له سزخوږ څخه ځان خلاص کړي.

د کرزي پر حکومت باندي د هغه د لويدځو ملاتړ کونکو فشار وار په وار زياتيږي چي د حکومت په رهبري کي سمونوالي راوړي او د اختلاس او اداري فساد ريښي وباسي.

په داسي حال کي چي د افغانستان د ماليي وزير، حضرت عمر زاخيلوال اعتراف کوي چي د هغه په هيواد کي اداري فساد او اختلاس شته دي، خو دايي هم وويل چي لويديځ مشران د خپلو هيوادونو د کورني سياسي فشارونو له امله په وروستيو مياشتو کي د افغانستان په وړاندي سخت دريح نيولي او دا په پام کي نه نيسي چي په وروستيو مياشتو حکومت په دي برخه کي څومره پرمختګ کړي دي.

زاخيلوال په خپلو جملو سره د رويتر خبري آژانس ته وويل :« دا چي جمهور رييس څه کړي دي او څه کوي، تري خبري نه کيږي، دا چي وزيرانو يي څه کړي او څه کوي څوک تري خبري نه کوي. يواځي همدا يو شعار پورته شوی چي ګواکی حکومت فاسد دي.»

زاخيل وال خپل وزارت ته اشاره وکړه او وويل چي سږ کال د ماليي د وزرات عايدات په سلو 60 لوړ شول، او دا د مالياتو او ګمرګي محصولاتو د سرغړونو پر ضد د مبارزي له برکته شوي دي.»

کرزي د خپل جمهوري رياست په نوی دوره کي له يوي سختي آزمويني سره مخامخ دی. لومړي آزموينه يي د کابيني جوړول دي چی په همدي ميلادي مياشتي کي بايد اعلان شي. لويديځ چار واکي له هغه څخه غواړي چي مهم وزارتونه کارپوهو او تکنوکراتانو ته ورکړي او د افغانستان د شوروي ضد مقاومت د پخواني مشرانو له نفوذ څخه ديی، هغه خوندي وساتي. د جمهوري رياست په ټاکنو کي د دغو مشرانو ډيري يي د کرزي تر شا ودريدل.

زاخيوال چي په لويديځ کي يي زده کړي دي او د تکنوکراتانو له جملي څخه شميرل کيږي او د لويديځو ديپلوماتو له خوا يي ستاينه هم کيږي، ښايي په خپل مقام کي پاتي شي. هغه وويل : « په نوي حکومت کی څيري نا آشنا ښايي نه وي، خو بياهم په هغه کي هرمرو سمونوالي راتلونکي دي.»

د دتيری اوني په يوي تلويزوني مرکي کي د کرزي يوی مرکي ته په اشاري سره زاخيلوال وويل : لويديځ مرسته کونکي هم د ملياردو ډالرو د ناوړه منجمنت يا اداري له امله د افغانستان د اداري فساد او اختلاس د يوي برخي ملامتيا په غاړه لري.

د ماليي وزير، زاخيلوال رويتر ته په خپلي مرکي کي داسي وویل: « هغه څه چي مونږ مرسته کونکو ته وايو دا ده ، دمخ په وړاندي ګا م اخيستو لپاره راځي چي اداري فساد څخه يو سياسي شعار جوړ نه کړو. مونږ پوهيږو چي اداري فساد او اختلاس شته دي.ځيني د حکومت په دننه کي کيږي او ځيني په بهر کي .«

زاخيل وال وويل چي د مرستو د پيسو له جملي څخه يواځي په سلو يک شل يي د حکومت له خوا مصرف کيږي او پاتي په سلوکي ايتا يي خپله د مرسته کونکو له خوا.»

Hakim, Bari/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل