1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د الماني عسکرو د ماموريت د دوام په اړه د جرمني د حکومت دريځ

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل نن،د پنجشنبې په ورځ ددغه هيواد داتحادي پارلمان په وړاندي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت ددوام په هکله وينا وکړه...

https://p.dw.com/p/N3BQ
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل پارلمان ته د وينا پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل پارلمان ته د وينا پر مهالانځور: AP

د جرمني لومړۍ وزيري په خپلو خبرو کي وويل، دغه دولت د خپلو عسکرو څخه توقعات او غوښتني لري، او لکه څنګه، چي په دې وختونوکي ليدل کيږي ، دغه غوښتني او توقعات نه يواځي ډيري، بلکي دردونکي هم دي.خودلته بايد داخبره هم سړي په داګه سره وکړي چي له دي کاره څخه بايد هيڅکله ناوړه ګټي وانخستل سي. زموږ د عسکرو ماموريت زموږ د هيواد دهغه ارزښتونو سره ټينګ تړاو لري چي د آزادۍ او دديموکراسۍارزښتونه بلل کيږي.

«زموږ ډير شمېر عسکر، که نارينه دي که ښځينه،هغه څه چي په افغانستان کي دوی ويني، ورته کورنۍ جګړه وايي يا جګړه، زه له دې سره پوره تفاهم لرمه او پوهيږم چي دوی څه وايي. ځکه څوک چي هره ورځ په اصطلا په اور کي ژوندتيروي، او هر شيبه دا ويره ولري، چي نا خبره د شا لخوا پر ده باندي ډزي کيږي،نو هغه په دغه راز شېبو کي په حقوقي اصطلا و مشاجرو اوتعريفونوباندي فکر نه کوي. زه غواړمه داخبره دلته په ډاګه وکړم، چي موږ هيڅکله نه غواړو، چي په افغانستان کي دعسکرو د ژوند شرايط بي خطره وښه يو.

که چا د آلمان په پارلمان کي د آلماني عسکرو د ماموريت په پلوي يا دهغه پر خلاف راي ورکړي، موخه يي دا نه وه چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت او له دې امله ددوی دکورنيو اند ېښنې له سترګو څخه وغورځوي. زه بايد داخبره هم په ډاګه سره وکړم، چي موږ په افغانستان کي د بېګنا افغان وګړو د تلفاتو په هکله هم بې تفاوته نه يو.

که چيري موږ پخپله داجرت ونلرو چي د خپلو هغه پريکړو څخه چي پخپله مو کړي ، تر شايي ودريږو، نو موږ نسو کولای، چي د خپلو عسکرو څخه د زړور توب او اتلۍ تمي وکړو.

ميرکل بيا په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت شاليد ته لنډ نظر اچوي او وايي:

د 2001 ميلادي کال دسپتمبر د مياشتي د 11 نيټې دتروريستي ګوزارونو ريښي د القاعدي د نړيوال اسلامي تروريستي سازمان د روزني کمپونو ته ورغځيږي چي دغه کمپونه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي ول، ترورستانو په آلمان کي هم د ترهګري د ګوزارونو د تر سره کولوپلانونه درلودل ، خو موږ چانس راوړی او دهغوی پلانونه ندي عملي سوي.

د جرمني لومړۍ وزيره د خپلي وينا په پای کي وايي :

که چيري موږ پر ته د يو پلان د افغانستان څخه ووځو نو دابه نه يواځي د افغانستان بلکي دسيمي لپاره به خطر ناکه وي. په تيره بيا، د افغانستان د ګاونډي هيواد پاکستان لپاره چي اټومي سلاوي لري او که دغه سلاوي دتند لارو مسلمانانو لاس ته ورسي نو دا به يوه لويه فاجعه وي.

د جرمني د لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل تر 90 دقيقو خبرو وروسته،د آلمان د سوسيال ډيموکرات دګوند مشر زيګمار ګابريل ، د مير کي وړاندي وويل، چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو دپاره د خطرونو دزياتيدو له امله بايد په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت په هکله يوه نوې پريکړه وسي.

داچي د هغو دلايلو له مخه چي زموږ عسکر افغانستان ته استول سوي تر اوسه هم واقعيت لري او که څنګه، په دې برخه کي د آلمان ډيری وګړي زموږ سره هم فکره نه دي. موږ بايد دا حقيقت ومنو چي په روان وخت کي په افغانستان کي زموږ د عسکرو ماموريت په ولس کي ډيري انديښنې رامنځ ته کړي دي،او له دې امله بايد پر دغه ماموريت باند ي د آلمان پارلمان يوه نوې پريکړه وکړي.