1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکا جگړه د هغه هيواد په تاريخ کي تر ټولو اوږده جگړه ده

۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

په دې جگړه کي تر اوسه پوري له ١٠٠٠ تنو څخه زيات امريکايي سرتيري له منځه تللي.د امريکا په اداره کي دا وېره هم سته، چي هندوکش به امريکايانو ته دوهم ويټنام جوړيږي.

https://p.dw.com/p/OQYC

تيره مياشت بارک اوباما د جنرال مک کريسټل د گوښه کېدو او او پترايس د ټاکلو پر مهال قرار وکړی په افغانستان کي د ډيري سختي جگړې سره مخامخ دی.

اوباما هم هغه د خپل ماموريت له پيل څخه د افغانستان جگړه د ځان جگړه بللې ده. ده خپله موخه په روښانه توگه سره جوته کړې چي: افغانستان اجازه نه لري د ترهگرو د پاره مصئون ځای وي.

د امريکا په متحده ايالتونو کي د ٢٠١٢ ميلادي کال تر اولسمشريزه ټاکنيزه سيالو پوري بايد اوباما نه يوازي په افغانستان کي د طالبانو پرضد برياليتوب په ډاگه کړي.

اوباما د امريکايانو سره ژمنه کړېده، چي د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای په مياشت کي به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستنه پيل کوي.

د اوباما يو مخکښ صلاحکار رام امانويل Rahm Emanuel ټينگار کوي چي:

د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای په مياشت کي د امريکايي عسکرو د ايستنې په اقدام کي کوم بدلون نه راوستل کيږي. په دې کي هيڅ شک نسته چي يو کال پس به دا کار کيږي.

د امريکا هر پوځي صلاحکار هم دا نېټه منلې ده. خو په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کريسټل د امريکا سنا ته په ځواب کي ويلي دي چي:

«زما لخوا هېڅکله خوښه نه ده ورکړل سوې. بلکي افغانستان تر اوسه هم د اوږدې مدې د پاره د امريکا مرستو ته اړتيا لري.

Sina, Ralph/ محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل