1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بانکي سود د راکښته کولو هڅي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په افغانستان کي د بانکي سود د نرخ د کښته کېدو له پاره د افغان دولت او نړیوالي ټولني په مرسته هلي ځلي پیل شوې دي. اوس مهال افغاني بانکونه د پور په بدل کې ډېر سود اخلي.

https://p.dw.com/p/19kaV
انځور: AP

د افغانستان د مرکزي بانک د شمیرو له مخي چي دمګړۍ شاوخوا یو لس نیم ميلیارده امریکایي ډالر د افغانستان په بانکونو کي موجود دي چې خو د سود نرخ د لوړوالي له امله یي ډیر عام خلک او صنعتکاران نه شي کولای تر لاسه کړي.

د مرکزي بانک مرستیال فضل قادر هډه وال د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۹) په کبل کي له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل چې اوس يې د آلمان هیواد په مرسته مالي سرچینو ته د لاس رسي یو پرګرام پیل کړی دی چي له مخي به یي د بانکي سود نرخ را کښته شي.

هډه وال وایي تر اوسه پوري شپږ بانکونه دي ته چمتو شوي دي چي خپله بانکي ټکټانه ۶ سلنې ته را کښته او د پور اخیستني سیستمونه ساده کړي:

«که یوازي د سوداګریزو بانکونو محاسبه وکړو هلته پینځه ميلیارده ډالره موجود دي چي ۷۳۵ ميلیونه ډالر پور ځني ورکړل شوی، په هغه اندازه د افغانستان اقتصاد د پراختيا له پاره اړتیا ده، تر څو خلکو ته کار پیدا شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي په هغه اندازه خلک مالي امکاناتو ته په خصوصي او دولتي سکتورکې لاس رسی نه لري.»

د مرکزي بانک شمیري ښيي چي دمګړۍ د نزدې یولسو ميلیاردو امریکایي ډالرو بانکي شتمنیو څخه چې ډیره برخه یې په مرکزي بانک کې ده څه نا څه اته سوه ميلیونه ډالر په لوړ سود خلکو ته پور ورکړل شوي دي.حکومت او نړیواله ټولنه اوس هڅه کوي چې په کښته ټکټانو باندي کوچنیو سوداګریو ته هم وده ورکړي.

د افغان ولسمشر سلاکار اشرف غني احمدزی وویل چې د اوسني حکومت موده پر پای ته رسیدو ده او د نوي ادارې له پاره په کار ده چي د پانگي اچولو له پاره لازم ګامونه پورته کړي.

د غني په وینا دمګړی د افغانستان په مالي سیستم کې په کافي اندازه فزیکي مالي امکانات شته او پر مټ يي باید اقتصادي ودې، کار موندني او بنیادي پانگه اچوني ته لاره اواره شي:

«زموږ ملي بانک یو مهال په سیمه کې بې ساری وو، د دې له پاره چي له دې حالت څخه ووزو نو په کار ده چي یوه پالیسي رامنځ ته کړو چې موجوده پانگه په کار واچوو او بله خبره یي دا ده چي پانګه په کار وواچوو او خوندي یې هم کړو، موږ اوس کافي اندازه پیسي لرو او دا پیسي باید په یوه مشروع سرمایه بدلي کړو، د افغانانو د سرمایي د خوندي کولو له پاره باید بنسټیز ګامونه پورته شي.»