1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بچه بازۍ په اړه څېړنه

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د «بچه بازۍ» په اړه یوه څېړنه پيل کړې ده. د دغې څېړنې هدف د هغو مسایلو روښانول دي چې څوک یې په اړه خبرې نه کوي. دې کمېسیون ویلي دي چې په دې برخه کې د نورو سازمانونو مرستې ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1A92M
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وایي چې هغه ماشومان چې د بچه بازۍ قرباني کیږي، په راتلونکې کې په «جنایتکاره» باندي بدلیږي. دغه کمېسیون زیاتوي چې په داسې یوه ټولنه کې چي وګړي د عقدې له مخې جرم او جنایت ته مخه کوي د هغه مخنیوی ستونزمن کار دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشري سیما سمر، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۳۰) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د حکومت او نورو مدني ټولنو له مرستې پرته د دغې څیړني ترسره کول ممکن نه دي.

سمر زیاته کړه: «سږ کال غواړو د یوې ډیري مهمې موضوع په اړه چې په خواشینۍ سره زموږ په ټولنه کې موجوده ده او ډیر افغان ماشومان یې له کبله کړيږي، څیړنه وکړو. دا کار په یوازیتوب ممکن نه دی او حکومت او د مدني ټولنې نور سازمانونه هم باید زموږ سره همکاري وکړي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشري وویل چې د دغې څېړني اصلي هدف دا دی چې افغان حکومت او د بشري حقونو نور سازمانونه لاسونه سره ورکړي او د ماشومانو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو مخه ونیسي.

د دغې څېړنې له پاره چمتوالی له درو میاشتو راهیسې پیل شوې دی او په پلان کي ده چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

سيما سمر وویل، هغه ماشومان چې د داسي کسانو له خوا له ځان سره ساتل کيږي چي عمرونه يې ډېر وي، برده ګانو ته ورته ژوند لري او د وخت په تیریدو سره خپل «شخصیت له لاسه ورکوي». سمر زیاته کړه: «دغه ماشومانو د غلامانو په شان د یو شمیر کسانو له خوا ساتل کیږي او له هغوی څخه جنسي او فزیکي استفاده کیږي. د هغوی په پښو کې زنګولې تړل کیږي او نڅا ته اړیږي. دا د شخصیت وژنه ده. دغه ماشومان د وخت په تیریدو سره په عقده مندو کسانو باندي بدلیږي.»

د بشري حقونو کمیسیون وایي، هغه ماشومان چې بچه ورباندي کیږي په ډیرو مواردو کې ښوونځي ته له تلو محرومیږي او په ټولنه کې ورسره ډیر تبعیضي چلند کیږي.

مشروع جرم

میرمن سمر وویل، افغان حکومت باید د بچه بازۍ عمل جرم وبلي او د هغه عاملان باید د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د ښځو د څانګې مسوولي ثریا صبحرنګ، ادعا وکړه، هغه کسان چې بچه بازي کوي ډیر وخت بډایه وي او د مجازات کیدو پر ځای یې په ټولنه کې درناوی کیږي: «يو شمېر هغه کسان چې اوس واک او پېسي لري او د ټولني له لوړي طبقې سره تړاو لري اوس بچه بازي کوي. هغوی کله نا کله دغه کار د یوه رواج له مخې هم کوي.»

د بشري حقونو کمېسیون یو شمیر غړي په دې باور دي چې هغه ماشومان چې پخپله د بچه بازۍ قرباني کیږي، نو کله چي عمر يې ډيريږي بيا دغه کار د ځان له پاره ویاړ بولي او په خپله هم بچه بازي پیلوي.