1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بې جوازه وسلو پر ليږد بنديز ولگيد

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ترهګريزو بريدونو، شوکماريو او سړي تښتونو د پيښو څخه د مخ نيوي له پاره په ټول ملک کي د بې جوازه وسلو او بې نمبر پليټه موټرو پر تګ را تګ بنديز ولګاوه.

https://p.dw.com/p/11kYs
« وسله وال غله، او جګړه ماري ډلي امنيت ته جدي ګواښ پيښوي»
« وسله وال غله، او جګړه ماري ډلي امنيت ته جدي ګواښ پيښوي»انځور: AP

تردې دمخه دغه بنديز يوازي په پلازمېنه کابل او ځينو لويو ښارونو پوري محدود وو.

دغه ګام وروسته تر هغه پورته کيږي چي په تيرو څو اونيو کي د پلازميني کابل په ګډون په يو شمير ولايتونو کي له دغه اړخه د نا امنۍ بې ساري پيښي را منځ ته سوي.

تيره اونۍ وسله والو سړو د کابل په وزير اکبرخان مېنه کي د يوه صراف پر موټر يرغل وکړ چي په ترځ کي يي څلورو کسانو ته پر مرګ ژوبلي اوښتو سربيره څه باندي دري نيم مليونه امريکايي ډالرهم وتښتول.

د کورنيو چارو وزارت نطاق غلام صديق صديقي وايي چي دغه پريکړه د امنيت شورا په غونډه کي سوې چي بې جوازه وسلې او بې نمبرپليټه موټر نور د ګرز را ګرز اجازه نه لري.

صديقي وايي چي وسله وال غله، جګړه ماري ډلي او ترهګريز سازمانونه د ملک امنيت ته جدي ګواښ پيښوي او دغه ګام دوی د افغانانود ښه امنيت له پاره پورته کوي.

« دا اقدامات د دې له پاره نيول کيږي تر څو وکړای سو چي د ناقانونه سړو او ډلو مخه ونيسو تر څو ښاريانو ته ښه امن او له راحت څخه ډکه فضا برابره کړو».

دا لومړی ځل دی چي په ټول ملک کي د بې پليټه موټرو او له جواز پرته وسلو په ګرزولو بنديزلګول کيږي.

صديقي وايي د تورو ښيښو درلودونکي هغه موټر به هم د ترافيکو له بهير څخه وباسي کوم چي په يوه ډول نه په يوه ډول امنيت ته خنډونه پيښوي.

دمګړی د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي بې شميره کسان ناقانونه او بې جوازه وسلې ګرزوي.

له خوست څخه نيولې بيا تر پکتيا، هلمند، کندهار، زابل، غزني او حتي په پلازمېنه کابل کي هم دغه کسان شتون لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چي که چيرته پوليس د دغسي کسانو سره مخامخ سي نو سمدلاسه به يې وسله ترينه اخلي او دوی به د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادولو وړ ده چي ولسمشر کرزي هم تير کال د يوه فرمان په ترځ کي د ټولو امنيتي خصوصي کمپنيود منحليدو دستور ورکړ.

خو دغه کمپنۍ چي ويل کيږي تر ټولو ډيري بې جوازه وسلې ورسره دي د څه باندي شپږو مياشتو په تيريدو بيا هم فعاليت کوي.

تر اوسه نده څرګنده چي د ولسمشر کرزي دغه فرمان ولي ندی عملي سوی او د عملي کيدو په وړاندي يې کوم خنډونه پراته دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل