1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د خبريالانو عمومي کنگره پای ته ورسېده

هوشنگ هاشمي/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۱۰, چهارشنبه

تر ۳۳ کلن ځنډ وروسته په کابل کي د افغانستان د خبريالانو عمومي کنگره جوړه سوه. په دغه غونډه کي د افغانستان د ۲۱ ولايتونو خبريالان سره راټول سوي ول.

https://p.dw.com/p/19sxs
انځور: DW/H.Hashimi

د افغانستان د خبريالانو عمومي کنگره د «خبريالانو د عالي شورا» د جوړېدو او د دغي شورا د اساسنامې د تصويبولو په خاطر د درو ورځو له پاره په کابل کي ترسره سوه. دغه کنگره په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د سياسي نماينده گۍ او «فريدريش ايبرت بنسټ» له خوا تمويلېده.

د «افغانستان د خبريالانو د ټولني» رئيس فهيم دشتي په دغه کنگره کي وويل: «په افغانستان کي تر ۳۳ کلن ځنډ وروسته د خبريالانو عمومي کنگره جوړه سوه.» هغه زياته کړه: «په دغه کنگره کي چي په کال کي به يو وار جوړيږي د خبريالانو د عالي اتحاديې غړي به د خبريالانو په مستقيمو رايو سره ټاکل کيږي.»

د خبريالانو د ټولني رئيس فهيم دشتي
د خبريالانو د ټولني رئيس فهيم دشتيانځور: DW/H.Hashimi

د خبريالانو د عالي اتحاديې له پاره پر شپږو موسس غړو سربيره د خبريالانو ۳۴ نور غړي هم د دغي اتحاديې له پاره وټاکل سول.

په افغانستان کي د رسنيو بنسټونه تر ډيره د خبريالانو د حقوقو او ملاتړ او بيان د آزادۍ په برخه کي فعاليت کوي. د هرات ولايت يو خبريال حکمت همت وايي: «خبريالان په هر ولايت کي له يو ډول مشکلاتو سره مخامخ ول، چي دا دی د دې اتحاديې په جوړيدو سره به دغه ستونزي له منځه ولاړي سي.»

د کنگرې په وروستۍ ورځ «په ټاکنو کي د رسنيو ونډي» په اړه خبري وسوې. په پلان کي ده چي د راتلونکي کال په حمل مياشت کي د افغانستان ولسمشريزي او د ولايتي شوراگانو ټاکني ترسره سي.

د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې مسئولين وايي چي دغه اتحاديه په ۱۳۵۹ کال کي تاسيس سوې او اوس له ۲۱ ولايتونو څخه ۸۹۷ غړي لري.