1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د روسانو تېروتنه تکراريږي

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه

د يو شمېر افغان کارپوهانو په اند د سيمه ييزو پوليسو لا پياوړي کول به په راتلونکې کي يوه ستره ستونزه وي. دا په داسي حال کې ده چې ناټو د سیمه ییزو پولیسو د شمېر د زياتولو او تجهیزولو پریکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15uI8
انځور: DW

د افغانستان د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په مرکه کې وويل، چې د افغانستان خلک له سیمه ییزو پولیسو څخه ښه خاطره او تجربه نه لري: «افغانستان درې واري د ملیشو له لاسه ویجاړ شوی دئ، کیدای شي چې یو ځل بیا دغه ملېشې چې امریکا ئې جوړوي افغانستان ویجاړ کړي.»

سیمه ییز پولیس په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د هغه وخت د عمومي قوماندان جنرال دیوید پیتریوس، په وړاندیز او ملاتړ جوړ شول. که څه هم په لومړي سر کې افغان حکومت له دې طرحې سره کلک مخالفت وښود، خو د وخت له تیریدو سره ئې دریځ بدل شو.

د لاس انجلس تایمز ورځپاڼي په یوه راپور کي سیمه ییز پولیسو ته د نوو تجهیزاتو د ورکولو او د هغوی د شمیر د زیاتولو خبره شوې ده. د ورځپاڼي په حواله ناټو هغه وخت دا پریکړه وکړه چي د سیمه ییزو پولیسو ځینو قوماندانو د طالبانو په پرتله د خرابو وسلو په اړه شکایت وکړ.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې ده چې د امریکا د دفاع وزارت پخپل راپور کې ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ولایتي شوراگانو او والیانو له خوا د امریکا له ځانګړو ځواکونو څخه غوښتل شوي دي، چې سیمه ییز خلک په وسلو سنبال کړي.

آیا د سیمه ییزو پولیسو تجهیزول د امنیت په ټينگښت کي مرسته کولای شي؟

د افغانستان د پوځي چارو بل کارپوه جنرال عتیق الله بریالی، وایي چې په لنډه موده کې په درنو وسلو د دغو ځواکونو سمبالول کیدای شي چې د امنیت له بهیر سره مرسته وکړي. خو د هغه په اند په اوږده موده کې به دغه ځواکونه پخپله د افغانستان له پاره یوه ستره ستونزه شي:

«دغه ځواکونه پخپل ځان کې یو گواښ دئ. وروستۍ پېښي ښيي چې کیدای شي دغه ځواک تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي د افغان حکومت له پاره په مستقل ډول يو گواښ وي او یا هم له طالبانو سره یوځای شي.»

بریالی زیاتوي، په دې خاطر چې سیمه ییز پولیس په ځینو سیمو کې په دې توانیدلي دي چې په لنډ وخت کې په نسبي توگه د طالبانو د نفوذ مخه ونیسي، امریکایان هغوی ته د یو مؤثر ځواک په سترګه ګوري.

عتیق الله امرخیل، بیا سیمه ییز پولیس پر درو برخو ویشي: «یو شمیر سیمه ییز پولیس له طالبانو سره لاس لري، یو شمیر ئې پخواني زورواکي دي او یو شمیر نور ئې د اقتصادي ستونزو له کبله له دې ځواک سره یو ځای شوي دي.»

امرخیل وایي چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ډیر داسي کسان شته، چې ډیر وخت ئې د وسلې په زور پېسې گټلي دي. د هغه په اند له همدې کبله به سیمه ییز پولیس په راتلونکې کې د دې پر ځای چې له امنیت سره مرسته وکړي پخپله امنیتي ستونزي پيدا کړي.

لنډه مهاله ځواک په اصلي ځواک بدلېدل

جنرال دیوید پیتریوس پخوا تر دې چې په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو د رامنځ ته کیدو طرح عملي کړي، په عراق کې دې ته ورته ځواک رامنځ ته کړی وو. په عراق کې د دغه ځواک موخه له القاعدې څخه د خپلو سیمو دفاع وه. په افغانستان کې هم د سیمه ییزو پولیسو په نامه ځایي اوسیدونکو ته وسلې او پېسې ورکول کیږي چې خپلو سیمي له وسله والو طالبانو څخه وساتي.

په لومړي سر کې ویل کیدل چې سیمه ییز پولیس د افغانستان د ستونزي له پاره د یوه لنډ مهاله حل لاري په توگه وړاندي کیږي. خو د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله بریالی، وايي چې ښايي دغه ځواک اوس په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژي د اصلي محور په توگه د تقویه کیدو په حال کې وي.

په يوه وخت کې د څو ځواکونو د رامنځ ته کیدو ویره

جنرال عتیق الله امرخیل د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله، د واکمنۍ دورې ته اشاره کوي او وايي، چې د هغه د حکومت په راپرځېدو کې هم د «ملیشو» چې اوس ورته سیمه ییز پولیس وايي لاس وو:

«نومونه به ئې نه اخلم، خو د ډاکتر صاحب نجیب د حکومت په دوران کې داسي کسان موجود ول چې پرهغه باندي ئې د ځان قربانولو خبري کولې خو همدغه کسان د داکتر نجیب د حکومت د راپرځیدو لامل شول. همدغو کسانو بیا وروسته کابل هم ویجاړ کړ، جگړې ئې وکړې او اوس هم د دولت پر وړاندي خنډ دي.»

جنرال امرخیل وایي چې کله چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووزي نو اردو، پولیس، ملي امنیت، سیمه ییز پولیس او زور پالي به ټول موجود وي او په افغانستان کې به په عین وخت کي څو بېلابېل ځواکونه رامنځ ته شي: «له دې سره به موږ په افغانستان کې د کشمش نخود په شان یو حال ولرو... له دې کسانو څخه به د وسلو بیرته راټول ډیر سخت کار وي.»

نامعلومه راتلونکې

د امرخیل په اند کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو افغان دولت به و نه توانیږي چې سیمه ییز پولیس کنترول کې او د اړتیا په صورت کې له هغوی څخه وسلې واخلي: «افغانستان به بيا له دوی څخه د وسلو راټولو له پاره یوې جگړې ته اړتیا ولري.»

د افغانستان د پوځي چارو دغه کارپوه ټينگار کوي چې امریکا د دې پر ځای چې سیمه ییز پولیس تقویه کوي باید افغان امنیتي ځواکونه تجهیز کړي او سیمه ییز پولیس ورسره یوځای کړي.

که څه هم چي د سیمه ییزو پولیسو د ټاکلو پر مهال ځايي قومي مشران د هغوی د اعتبار په اړه ډاډ ورکوي، خو د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړی دئ، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به طالبان د دې ځواکونو په لیکو کې ډیر نفوذ وکړي. له دې سره نو د سیمه ییزو پولیسو له خوا پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندي د بریدونو امکان هم ډیریږي.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل