1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د سولي لار له کشميره تيريږي

۱۳۸۸ بهمن ۱۸, یکشنبه

د هند او پاکستان تر منځ د تاوتريخوالي له کميدو سره د افغانستان د لانجي د حل لپاره هم لاره اواريږي...

https://p.dw.com/p/LuyR
د هندوستان لومړی وزير من موهن سنګ او د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداري
د هندوستان لومړی وزير من موهن سنګ او د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداريانځور: AP

ددغو دوو هيوادونو تر منځ د کشالې حل باید د امریکا د متحده ایالاتو له هغو هلو ځلو سره مرسته وکړي، چي غواړی په افغانستان کي ثبات ټینګ سي.

د رويتر خبري آزانس په يو تحليلي راپور کي لکي، چي د مومبی په ښار کی د 2008 کال د نومبر د میاتشي له حملو څخه را په دې خوا هند د لومړی ځل لپاره له پاکستان سره د دوه اړخیزو لوړ پوړو خبراترو وړاندیز وکړ. د د واړو خواوو چارواکي په دې هکله بحث کوي، چي د خبرو اترو اجندا باید څه وی او څه او چیرته وسي.

نوی ډهلی پر اسلام آباد تور لګوي، چي د دغو حملو عاملین په پاکستان کي ناست دي او د هغو د محاکمې غوښتنه کوي. پاکستان په دې اړه 7 تنه مشکوک کسان نیولي دي خو د هغوی محاکمو ډیر لږ پرمختګ ګړی دی.

پاکستاني تحللیونکي، ارشاد محمود وویل، چي ددې خنډ سره سره هند د خبر اترو وړاندیز کړی، ښايي هغه هم تر یوې اندازې په دې وجه، چي امریکا متحده ایالاتو پر هند فشار راوستلی، فشار هم د افغانستان په خاطر ځکه امریکا غواړي، چي ځان د دغه هیواد له سرخوږۍ څخه وژغوري.

محمود وايي:« په امریکا کي ډیر خلک باور لري، چي په افغانستان کي د سولي لاره له کشمیره تیریږي. نو په دې وجه متحده ایالاتو او نړیوالي ټولني ته په مجموع کي مهمه دا ده، چي هند او پاکستان یو د بل سره د سولي خبرو اترو ته کښیني.»

د هماليي په غرونو کي د کشمیر پرته سیمه، چي ډیری اوسیدونکی يې مسلمانان دي،د هند او پاکستان تر منح ویشل سوې او هر یو په ټول کشمیر باندي د واکمنۍ دعوا لري. دغه دعوا د جنوبي آسیا د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو د دښمنیو اصلي زړی جوړوي.

تحلیلونکی وايي، چي د دغي لسیزي زړی دښمنۍلمن حتي د افغانستان د ننه ته اوږده سوې او هغوی یو بل سر دسیالۍ په ډګر سره او اخ وډب لري. لکه څنګه چي ویل کیږي پاکستان په پټه توګه په کابل کي د هند تر ملاتړ لاندي حکومت پر ضد طالبان هڅوي.

د خبرو اترو لپاره د هند وړاندیز وروسته له هغه عنوان سو، چي د جنورۍ په 28 په لندن کي د افغانستان په کنفرانس کي له طالبانو سره د روغي جوړي له یوپلان څخه په کوم کي، چي ښايي پاکستان مهم نقش ولوبوي، نړیوالو ځواکونو تايید وکړ.

پاکستان له دې څخه ویریږي، چي داس نه چي په اوږده موده کي په خپلو ختيځوپولو کي د هند او لویدځو پولو کي په کابل کي د یو هند پلوه حکومت تر منځ فشار لاندي ونیول سي، ځکه يې نو په افغانستان کي د هند د نفوذ د لمن د پراخیدو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان وايي، چي هنديان د افغانستان له لاري د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه کي له بلوچي جلا غوښتونکو سره مرسته کوي.

له خپل دي تکل سره تر څو هند د افغانستان د سولي له هر ډول پروسي څخه ليري وساتي، پاکستان د لندن په کنفرانس کي د هغه يو وړانديز مخالفت وکړ، چي د هند په شمول دي د افغانستان په قضيه کي يوه سميه ايز شورا جوړه شي.

تحليلوونکي محمود په دي نظر دي، په همدي وجه هند، د دي انديښي په پام کي نيولو سره چي نه شي د افغانستان په پيښو باندي خپل نفوذ له لاسه ورکړي، په خاصه توګه نه سي، چي د سولي د پروسي په پاي کي تر يوي کچي بيا طالبان کابل کي قدرت ته ورسيږي، نوي ډهلی اسلام اباد ته د خبرو اترو د بيرته پيل وړانديز کړی دی. هغه خبري اتري چي کيداي سي د افغانستان لپاره هم ګتوري تمامي شي.

RTRE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل