1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د طالبانو فعاليت نور هم ډير سوی

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندانان وايي چي په دې وروستيو کي د طالب ياغيانو فعاليتونو په رښتيا سره زور اخستی.

https://p.dw.com/p/POHP
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياس
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياسانځور: AP

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياس ويلي دي چي« بې شکه چي په دې وروستيو کي طالب جنگياليو د هيواد په ډيره برخه کي خپل فعاليتونه ډير کړي دي»

هغه د لا فيگارو فرانسوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي« زه تاسي ته وعده درکوم چي ناټو هلي ځلي پيل کړي او ډير ژر به پر هغو ځايونو کنترول پيدا کړي، چي د لاسه يې ورکړي دي»

جنرال د لا فيگارو د هغه پوښتني په جواب کي چي آيا ځواکونو يې په افغانستان کي جگړه نه ده بايللې. وويل:

« نه، کله چي تاسي د ياغيانو پرضد جگړه ويني د برياليتوب يا ناکامۍ خبره ډيره تاواني بريښي. په دغسي جگړو کي برياليتوب ددې معني لري چي پر مختگ سوی.»

هغه زياته کړې چي طبعاً موږ به دې ته ترجيح ورکړې وای چي:

« موږ ته دقيقه دنده را سپارل سوې وای چي، مشخص دغه سيمه و نيسی، د غره پر ټولو لوړه څوکه يې بيرغ ور ودروی او بيرته کورته را وگرځی او د کاميابۍ جشن و نيسۍ. خو په عصري لانجو کي دا ډول کار نا ممکن دی.»

هغه يادونه کړې چي په افغانستان کي ورځ تر بلي ابتکار ناټو او افغان ځواکونو ته راگرځي.

د هغه په خبره په افغانستان کي د نورو ۳۰ زرو ځواکونو په ډيرېدو سره ناټو پوره ملاتړ تر لاسه کړی.

« ناټو په لومړی ځل په افغانستان کي په ټولو هغه اقداماتو لاس پوري کړی تر څو پر طالبانو باندي غلبه وکړي او افغانانو ته د ښه ژوند فضا جوړه کړي.»

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم