1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د لويديځ ډيموکراسۍ ته ورته ولسواکي پلي کول ناشونې ده

۱۳۸۸ دی ۷, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزيرکار تيوډور څو ګوټن بېرګ د يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي،چي لوېديځ هيوادونه بايد نور د هغو فکرونو سره مخه ښه وکړي چي غواړي په افغانستان کي و لوېديځ ډيموکراسۍ ته ورته اولسواکي رامنځ ته کړي...

https://p.dw.com/p/LEtK
د جرمني د دفاع وزير کار تيودور څو ګوتنبرګ
د جرمني د دفاع وزير کار تيودور څو ګوتنبرګانځور: AP

ګوټن بېرګ د افغانستان و تاريخ ته په اشاره سره ويلي دي، چي په افغانستان کي د لوېديځ معيارونو سره سمې ډيموکراسۍ د رامنځ ته کيدو لپاره شرايط نسته. څو ګوټنګ بېرګ،چي د دو مياشتو راهيسي د المان په نوې کابينه کي د دفاع وزير دی دا يې هم په ډاګه ويلي دي، چي بايد د افغانستان څخه د الماني عسکرو د وتلو نېټه و ټاکل سي خو نوموړی وايي چي داچي په بشپړه توګه به کله ټوله الماني عسکر د افغانستان څخه وايستل سي دا نېټه بايدو نه ټاکل سي.

دا چي په افغانستان کي جګړه روانه ده ددې مانا نه لري چي هر طالب د لوېديځ لپاره يو ګواښ دی. د المان د دفاع وزير څو ګوټن بېرګ والمانۍ ورځپاڼي ته په مرکه کي زياته کړې، چي په افغانستان کي د اوږدمهاله سولې د رامنځ ته کيدو لپاره د افغانستان په حکومت کي د معتدله طالبانو پر اشتراک بايد فکر و سي. خو نوموړي په حکومت کي د طالبانو د مشراکت لپاره دا يو حتمي شرط بللی چي بايد نړيوال بشري حقوق په پام کي ونيول سي او داسي کوم جوړ جاړی ونه سي چي د بشري حقونو لپاره ګواښ وي.

د المان د دفاع پخواني وزير فرانڅ جوزيف يونګ د دې څخه ډډه کول چي په افغانستان کي د المان پوځ په جګړه بوخت دی خو د دفاع نوی وزير څو ګوټن بېرګ هغه وخت په افغانستان کي و جګړې ته د ورته حالت خبره وکړه. کله چي هغه د دفاع د وزارت دنده په غاړه واخيسته.څو ګوټنبېرګ چي اوس د افغانستان څخه د الماني پوځ د را ايستلو د نېټي د ټاکلو خبره کوي خپل دغه نظر لپاره د ملاتړو د موندلولپاره په کار پېل کړی.

خو دغه کار لږ زړه ورتيا ته اړتيا لري. پداسي حال کي چی د متحده ايالتونو اولس مشر باراک اوباما د افغانستان څخه په 2011 مېلادي کال کښي د امريکايي عسکرو د وتلو د پېل خبره له وړاندي لا کړې وه نو دا هر چا ته څرګنده ده چي الماني عسکر تر امريکايي عسکرو څخه زياته موده په افغانستان کي نسي پاته کېدای.

خو له بلې خوا ناټو غواړي، چي په افغانستان کي د خپلو سرتيرو شمېر زيات کړي. ايا څو ګوټنبېرګ به وتوانيږي چي د المان په پارلمان کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند او ددې تر څنګ د المان اولس چي په وروستيو کي د افغانستان د ماموريت په هکله اندېښمن سوی دی دې ته چمتو سي چي په افغانستان کي د الماني عسکرو د زياتولو خبره ومني.

ددې لپاره تر ټولو اړينه خبره د څو ګوټن بېرګ لخوا د يوې نوي او روښانه ستراتيژۍ وړاندي کول دي په کوم کښي چي دی تر اوسه پاته راغلی دی. په عيني حال کي د ناټو د استخباراتو بعضو چارواکو د رسنيو وغړو ته ويلي دي چي په ټول افغانستان کي د طالبانو واک مخ په زياتېدو دی او ناټو ښايي صرف يو کال وخت ولري تر څو ددغه پرمختګ مخه ونيسي.

RTRD/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل