1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د متحدينو ځاني تاوانونه ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۸۸ تیر ۲۲, دوشنبه

د څلويښتو بېلا بيلو هيوادونو پنځوس زره سرتيري په افغانستان کي په دنده بوخت دي. ويل کيږي چي د دوی ماموريت په افغانستان کي سوله راوستل او د امنيت ټينګول دي. خو دغو بهرنيو عسکرو تر اوسه کومه ستره بريا نده تر لاسه کړې...

https://p.dw.com/p/ImNO
په هلمند کي بهرني عسکر د ګزمې پر مهال
په هلمند کي بهرني عسکر د ګزمې پر مهالانځور: AP

د وخت د تېرېدو سره د وسله والو طالبانو بريدونه زيات سوي دي. د بريتانيې د پوځ وياند Nick Richardson د وسله والو طالبانو د بريدونو په هکله وايي:

«په سلو کي اتيا چاودنې ملکي خلکو ته زيان رسوي. او په همدې دليل طالبان بد دي.»

په افغانستان کي د روانې جګړې د ملکي قربانيانو شمېرچي په زرګونو دی هيڅ چيري نه ثبتيږي. خو د وژل سوو بهرنيوعسکرو شمېر معلوم دی چي اوس تر 900 څخه جګ سوی دی. هغه پداسي حال کي چي بريتانويانو اوس تر عراق په افغانستان کي زيات عسکر بايللي دي. له همدې وجې د بريتانيې پر حکومت د خپلو خلکو ګوتڅنډنې مخ په زياتېدو دي. د بريتانيې پر حکومت تور لګول کيږي چي د افغانستان په ماموريت کي نه يوازي دا چي د بريتانوي عسکرو شمېر ډېر لږ دی بلکه دوی په هغو سامان آلاتو ندي سنبال چي ورته اړتيا سته.

پدې هکله د بريتانيا د دفاعي چارو پخوانی وزير Lord Tom King:

«که موږ د هغو څرخي الوتکو شمېر ونيسو چي امريکايان يې په هلمند کي کاروي نو جوتيږي چي د امریکايي عسکر زموږ د عسکرو په پرتله اته ځله زياتي څرخي الوتکي لري.»

پداسي حال کي چي د بريتانوي عسکرو د شمېر جګولو کومې نخښې نښانې نسته امريکايان غواړي چي افغانستان ته نور 17000 عسکر ولېږدوي. د عسکرو د شمېر زياتولو برسېره بيا هم د سولې را وستلو لاره ډېره اوږده ده. پدې هکله د امريکا اولس مشر بارک اوباما:

«موږ خبر و چي په دوبي کي به جګړه ډېره سخته سي ولي چي طالبان غواړي چي بېرته واک تر لاسه کړي. ګرچه دوی اوس پر شا تمبول سوي دي خو زموږ د بريا لپاره بيا هم اوږده لاره پاته ده.»

راتلونکي اونۍ ښايي په افغانستان کي ډېر ستونزمنې وي ولي چي د اګست د مياشتي په پای کي د اولس مشرۍ ټاکنې تر سره کېدونکي دي او طالبان ښايي د تاوتريخوالي څخه کار واخلي.

Rosenberg/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل