1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا افغانستان ته لا زیات سرتیرې استوي

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

بریتانیا په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزي په څنډه کې افغانستان ته د لازیاتو سرتیرو استولو په برخه کې امادګي ښودلې. د بریتانيا یوه حکومتي استازي ویلي دي چې هیواد یې تیار دی افغانستان ته لا زیات سرتیري واستوي.

https://p.dw.com/p/2daDY
U.S. President Trump liefert zu Beginn des NATO-Gipfels in ihrem neuen Hauptsitz in Brüssel Bemerkungen
انځور: Reuters/J. Ernst

د فرانس پرس خبرې آژانس د رپوټ له مخې د بریتانيا د حکومت یوه استازې د پنجشنبې په ورځ (می میاشې ۲۵) په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې وویل: «بریتانیا تیاره ده چې په افغانستان کې د غیر جنګي مقاصدو په موخه خپل قطعات زیات کړي، څو په دې هیواد کې د ناټو له ماموریت څخه خپل دوامداره ملاتړ ښکاره کړي.»

د ناټو عمومي مونشي ینس ستولتنبرګ د بروکسل په سرمشریزه کې وویل: «یو د ټولو له پاره او ټول د یوه له پاره: په سلګونو زره اروپایې او کاناډایې سرتیرو د امریکایې قطعاتو سره اوږه په اوږه تر یوې لسیزې د ډیر وخت له پاره په افغانستان کې ماموریت ترسره کړ، تر څو دغه هیواد هیڅ کله هم د نړیوالو ترګرو په قرارګاه بدل نه شي.»

ستولتنبرګ ګډ ارزښتونه د ناټو د تړون اساس وبلل. هغه زیاته کړه: «کله چې زموږ آزاد او خلاصې ټولنې تر برید لاندې نیول کیږي، موږ له خپلو ارزښتونو او ژوند له طریقو څخه دفاع کوو. له همدې امله یوه پیاوړې ناټو هم د اروپا او هم د شمالي امریکا له پاره ښه دی.»

د ناټو د پوځي تړون عمومي مونشې د روان میلادي کال په پيل کې ویلي وو چې ناټو په اوس وخت کې په هغو امکاناتو غور کوي چې څو زره اضافي سرتیرې د تقویتي ځواکونو په توګه افغانستان ته واستوي.

بریتانیا په افغانستان کې د «قاطع ملاتړ» په نوم د ناټو د روزنیز ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۵۰۰ سرتیرې لري. ناټو د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستان څخه د نړیوالو جګړه ییزو ځواکونو تر وتلو روسته اوس په مجموع کې په دغه هیواد کې ۱۳ زره سرتیرې لري. آلماني پوځ هم په دغه روزنیز او مشوره ورکونې ماموریت کې برخه لري.