1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو پنځه سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

په افغانستان کي د ناټو میشتو ځواکونو خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ ئې د افغانستان په جنوب کې پنځه سرتیري په دوو جلا جلا پیښو کې وژل شوي دي. پیښي د سړک تر غاړي د ماینونو د چادني له کبله رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/13fCf
آرشیف انځور: په ۲۰۱۲ کال کې د ناټو نهه سرتیرې وژل شوي دي
آرشیف انځور: په ۲۰۱۲ کال کې د ناټو نهه سرتیرې وژل شوي ديانځور: AP

له دې سره په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ناټو د وژل شوو سرتیرو شمیره نهو تنو ته لوړه شوه. تر دې وړاندي ناټو په افغانستان کې خپل څلور سرتیري له لاسه ورکړي ول.

تیر کال په افغانستان کي د ناټو لږ تر لږه ۵۴۴ سرتیري ووژل شول. په دې ترتیب سره نو ۲۰۱۱ کال په افغانستان کي د ناټو له پاره په تیرو لسو کلونو کي دوهم تر ټولو مرګونی کال وو.

د ناټو له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر اساس څلور بهرنیو سرتیرو په یوه پیښېه کي او یوه بل په یوه بله جلا چاودونه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. دواړه پیښې په سړک کي د ماینونو د چاودني له کبله رامنځ ته شوي دي. ناټو د خپلې پالیسۍ له مخې د وژل شوو سرتیرو هویت او د پیښو مشخص ځایونه لا نه دي اعلان کړ‎ي.

له ۲۰۰۹ کال را هيسي د ناټو، امریکایي او افغان ځواکونو شمیره لوړه شوې ده. له دغې نېټې راهيسي د افغان او بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې په زرګونو یاغیان وژل شوي دي.

خو دا یوازي یاغیان نه دي چې په افغانستان کې ئې تلفات لوړ شوي دي. ناټو او افغان ځواکونو هم تر دغه کال وروسته ډیر تلفات ورکړي دي. کارپوهان وایي چې د ناټو او افغان ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو یو لامل د هغوی له خوا د ډیرو عملیاتو تر سره کول دي. د دې تر څنګ د یاغیانو له خوا تر سړک تر غاړي د ماینونو د استعمال زياتېدل هم د ناټو، افغان ځواکونو او ملکي خلکو په منځ کې د مرګ ژوبلي د ډیریدو یو بل لامل ګڼل کیږي.

طالبان په وروستیو کې له مخامخ جګړو څخه ډډه کوي او پر ځای ئې د سړک تر غاړې پر ماینونو ايښوولو، کينونو او پر لنډو جګړو تاکید کوي. د سړک د ماینونو استعمال اوس د طالبانو یو ډیر معمولو جنګي تخنيک دئ. د دغو ماینو د جوړولو لومړني مواد له پاکستان څخه افغانستان ته واردیږي.

افغانستان د دغو موادو پر وارداتو بندیز لګولی دئ خو د پولي د اوږد والي او د ښه کنترول د نشتون له کبله دا مواد په زياته اندازه او په قاچاقي ډول اوس هم افغانستان ته رسیږي.

متحده ایالاتو هم له پاکستان څخه غوښتې دي چې د سړک د ماينونو د اولیه موادو د تولید او افغانستان ته د هغوی د وارداتو مخه ونیسي. امریکا خو پر پاکستان باندي له همدې وجي خپلي ۷۰۰ میلیونه ډالره کلنۍ مرستي درولي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض