1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د پرديو د لاسوهني ویره

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د محمود طرزي فکري بنسټ په افغانستان کي راتلونکي دوه- درې کلونه د بهرنیو لاسوهنو له پلوه خطرناک وبلل. یو شمیر کارپوهان په دې آند دي چي له ۲۰۱۴م کال وروسته به په افغانستان د سیمي استخباراتي کړۍ لاسوهني لا ډیري کړي.

https://p.dw.com/p/14vCG
انځور: Fotolia/julia_freeman

د دغه بنسټ غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به د سیمه ېیزو څارګرو ادارو لاسوهنې نوې بڼه غوره کړي.

د نوموړي بنسټ غړی او حقوقپوه ستار سعادت وايي چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه هیڅ کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې خپلې ګټې له لاسه ورکړي نو ځکه خو به په راتلونکو ۳ کلونو کې خپلو لاسوهنو ته نور هم زور ورکړي.

ښاغلی سعادت وايي چې ددغو لاسوهنو د ځواب له پاره افغانان یوې ځواکمنې نړېوالې ملګرتیا ته اړتیا لري:

«افغانستان د یو کمزوري هېواد په توګه د دیپلوماسی په دنیا کې وسایل نه لري او که چیرې دا تاسو ونه لری نو غني فرهنګ او که دا هم نه وي ستراتیژیک او زورور ملګري کېدای شي چې د یوه هېواد له ګټو په نړېواله سطحه دفاع وکړي.»

ستار سعادت په دې وروستیو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي تړون ته اشاره وکړه چې ده، له حقوقي پلوه دغه تړون خورا ارزښتمن وباله.د هغه په وینا د ګاونډیانو په ګډون ځینې سیمه ییز هېوادونه دغه تړون ځکه د ځان له پاره ګواښ ګڼې، چې دوی په افغانستان کې خپلې ګټې په خطر کې ویني.

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی هم له امریکا سره د ستراتيژیکو اړیکو تړون په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په مخنیوي کې اغیزمن بولي او غوښتنه ئې داده چې له دې تړون څخه باید په ملي او نړېواله کچه ملاتړ وشي. ده هیله وښوده چې دغه تړون به په افغانستان کې د نړېوالو استخباراتي کړیو د سیالیو ټغر ورټول کړي.

کابل او واشنګټن دوې اوونۍ وړاندې د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو یو سند لاسلیک کړ، چې په ترڅ کې به امریکا په سیاسي، پوځي، اقتصادي او نورو ډیرو برخه کې له افغانستان سره تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

سره له دې یو شمېر کارپوهان دغه تړون په هېواد کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي له پاره ګټور بولې خو یو شمېر نور بیا په دې برخه کې د امریکا په نیت شک لري.

د سیاسي چارو شنونکي قاضي حسن حقیار دویچه ویله ته وویل چې امریکا به هیڅکله هم د افغانستان د ګټو په خاطر پاکستان او ایران خفه نه کړي. د ښاغلي حقیار په وینا امریکا هغه مهال د دغو دواړو ګاونډیانو پر ضد عمل کوي کله چې خپلې ګټې په خطر کې وویني:

«که چیرې د پاکستان او ایران له خوا د امریکا ګټې د ګواښ سره مخ کیږي ممکن غبرګون وښيي، گنې د افغانانو په خاطر ئې نه ښيي، په ایران کې له افغانانو سره کوم چلند کیږي؟ ایران څومره پر افغانستان قوي فرهنګي یرغل شروع کړی دئ امریکا په دې هرڅه خبره ده خو سترګې ئې پټي کړې دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان غواړې په نزدې راتلونکې کې له المان سره هم ستراتیژیک سند لاسلیک کړي. تردې وړاندې افغان حکومت له امریکا، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او هند سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض