1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

د ملګرو ملتونو په ملاتړ به د افغان حکومت او نړيوالو روغتيايي کارکونکو له لوري د واکسين دغه کمپاين ټول افغانستان تر پوښښ لاندي ونيسي.

https://p.dw.com/p/Q1NG
انځور: picture-alliance/dpa

نن په درست افغانستان کي د ماشومانو د ګوزڼ يا (پوليو) ناروغۍ په وړاندي د مبارزي دوه ورځنی کمپاين پيل سو.

د عامي روغتيا وزارات چارواکو نن په کابل کي دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل چي دغه کمپاين د وزارت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق او د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري پيل سوی دی.

که څه هم په کوټلي توګه نده معلومه چي په افغانستان کي به د پينځو کلونو تر عمر لاندي څومره ماشومان ژوند کوي خو اټکل سوی چي د درست افغانستان د دغه عمر ماشومان به يې په ترځ کي واکسين سي.

رسمي شميرې ښيي چي د پوليو نولس پيښي سږ کال په افغانستان کي ليدل سوي چي ډيری يې د افغانستان په هغو ولايتونو پوري تړلي دي چي جنګ جګړې پکښي رواني دي.

ويل کيږي چي د تير کال د همدې مودي په پرتله د پوليو د واقيعو په شمير کي ۳۲ سلنه لږ والی راغلی دا ځکه چي تير کال د دغي ناروغۍ ۲۸ پيښي ثبت سوي وي.

د عامي روغتيا وزارت چارواکي دا مني چي ښايي د يو شمير جنوبي ولايتونو کلي د دوی له پوښښ څخه لري پاته سي ځکه چي هلته نا امني ډيره ده او دوی نه سي کولاي خپل ګرځندويه روغتايي ډلي هلته واستوي.

د عامي روغتيا وزيري ثريا دليل له ټولو دولت ضد مخالفينو غوښتي چي د دغه بشر دوستانه لړۍ مخي ته دي خنډونه نه جوړوي.

ويل کيږي چي د واکسيناسيون دغه لړۍ په ليري پرتو سيمو کي د کليو د مشرانو او ټولنيزو ډلګيو له لوري پر مخ بيول کيږي.

په کابل کی د دويچه ويله المان ږغ راډيو خبريال هڅه وکړه چي په دي اړه د وسله والو مخالفينو نظرهم ولري خو په دې بريالی نه سو.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل