1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د یوه انسان د ژوند بیه ۲۱۰ ډالره ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

په افغانستان کې که د یوې کورنۍ یو غړی د بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل شي نو له مالي لحاظه متضرره کورنۍ په هغه صورت کي ګته کوي چې برید کوونکي د ایتالیا یا المان هیواد وګړی وي

https://p.dw.com/p/14KjY
انځور: AP

که د یو چا د کورنۍ غړی د امریکایي او یا هم بریتانیاوي ځواکونو له خوا ووژل شي او وروسته پرېکړه وکړي چې د خپلي کورنۍ د غړي تاوان تر لاسه کړي هغه ته ډیري لږي پیسي ورکول کیږي.

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه هغه کورنۍ ته چي یو ځوک ئې ځني وژلی وي په مختلفو اندازو پیسې ورکوي. د بشر حقونو په برخه کې فعال سازمان CIVIC وايي چې المان په ځینو مواردو کې د ملکي وګړو د خونبها په توګه ۲۵۰۰۰ امریکایي ډالر ورکړي دي خو د بریتانیا هیواد بیا آن په ځینو مواردو کې ۲۱۰ ډالره د قربانیانو کورنیو ته سپارلي دي.

یو افغان چي ځان رفیع نبي ښيي وايي چې نړیوال ځواکونه باید له ځان څخه وپوښتي چې د یوه انسان ژوند څومره ارزښت لري. هغه زیاتوي: «تاسو نه شی کولای چې د یوه انسان د ژوند په مقابل کې یو قیمت وټاکی. که یو څوک د نړیوالو ځواکونو له خوا ووژل شي د هغه کورنۍ به په هیڅ صورت کې هم پیسې و نه مني.»

لا تر اوسه پوري نه ده څرګنده شوې چې امریکا به د هغو ۱۶ کسانو کورنیو ته چې په کندهار کې د یوه امریکایي سرتیري له خوا ووژل شول، د سر تاوان ورکړي که نه. ویل کیږي چې د کندهار په پېښه کې یوولس وژل شوي کسان په یوې کورنۍ پوري اړه لري.

امریکا په خپلو عملیاتو کې د وژل شوو ملکي کسانو کورنیو ته ۲۵۰۰ ډالر د سر تاوان ورکوي. د CIVIC په سازمان کې څیړونکي تریور کیک، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د کندهار په پېښه کي ښکیل امریکايي سرتیري د بشري حقونو او د امریکا د پوځ ټول قوانین تر پښو لاندي کړي دي او د هغه په حواله د امریکا دولت باید دا پېښه وڅيړي او د تاوان پر پېسو باندي بايدغور وکړي.

بریتانیاوي ځواکونو آن ۲۱۰ ډالره د جګړې قربانيانو ته د تاوان په توګه ورکوي. خو المان بیا په یوه پېښه کې د قرباني کورنۍ ته ۲۰۰۰ نقد ډالر او د ۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت یو موټر ورکړی دﺉ. په همدې حال کې ایټالیا په ۲۰۰۹ کال کې د یوې نجلۍ کورنۍ ته چې په جګړه کې وژل شوې وه ۱۳۵۰۰ ډالر ورکړي دي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل کیدل د افغانستان او نړیوالي ټولنې تر منځ اړیکي ترینګلي کړي دي. په پلان کې ده چې ټول نړیوال جنګي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپارل شي. په افغانستان کې وروستیو پېښو له پلان شوي وخت څخه مخکي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان په جگړه کې د ملکي تلفاتو د ثبت کوم ستندرد نسته نه. نړیوال ځواکونه ډیر وخت د خپلو عملیاتو په اړه معلومات نه ورکوي او افغانان هم ډیر وخت په دې نه پوهیږي چې د دوی په سیمو کې د کوم هیواد ځواکونو عملیات تر سره کړل.

په داسي حال کې چې د افغانستان جگړه یوولسم کال ته ور ننوزي په ۲۰۱۱ کال کې نړیوالو ځواکونو د ۴۱۰ ملکي افغانانو د وژلو مسئولیت درلود. په دغه کال کې ټول شاوخوا ۳۰۰۰ ملکي افغانان وژل شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل