1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د CIAغړي حکيم الله محسود وژلي

۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو اړوندو څانگو د پاکستاني طالبانو پر مشر حکيم الله محسود باندي دا الزام لگولی، چي په افغانستان کي يې د CIA اووه تنه غړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/P2j7
د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود
د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسودانځور: dpa

محسود، چي گمان کيږي د پاکستان په قبايلي علاقو کي پټ وي او د پاکستاني تحريک طالبان د غورځنگ لارښوونه کوي، په بهر کي د امريکايانو د وژني او هم د سټوونکو وسلو د استعمال په دسيسه تورن کړی.

محسود د ٢٠٠٩ ميلادي کال د آگست په مياشت کي، د امريکا د استخباراتي اداري CIA لخوا د بي پيلوټه الوتکو د بمبارۍ په نتيجه کي د بيعت الله محسود تر مرگ وروسته د TTP يا تحريک طالبان پاکستان په نامه ټولني عمومي مشر وټاکل شو.

د جنورۍ په مياشت کي داسي رپوټونه خپاره سول، چي محسود پخپله هم د افغانستان پولي ته نژدې جنوبي وزيرستان کي د طالبانو پرهډو باندي د امريکايي بي پيلوټه الوتکو په گذارونو کي له منځه تللی، خو وروسته د انټرنيټ له لاري په ويډيو گانو کي راښکاره او په امريکا کي يې د ځان وژونکو گذارونو سر ته رسولو گواښ وکړ.

د طالبانو مشرتابه ته له رسيدني څخه مخکي، د صوبه سرحد پښتني سيمو کرمي، اورکزو او خيبر کي د څه ناڅه ٨٠٠٠ وسله والو مشر وو.

محسود هغه وخت نامتو شو، کله چي د اردني ځان وژونکي حومام خليل ابو ملال البلاوي سره په يوه ويډيو کي راڅرگند سو، چا چي د ډسمبر پر ٣٠ ورځ افغانستان کي د امريکايي استخباراتي اداري CIA کارمندان ووژل.

اټکل کيږي، چي نوموړی د ٣٠ کلنو په شا او خوا کي عمر لري او د خپل مخکني مشر څخه زيات فعال وي.

محسود او جنگيالي يي، د پاکستاني پوځ له گڼ شمير يرغلونو او امريکايي بې پيلوټه الوتکو له گذارونو سره سره غټ خطر گڼل کيږي.

هغه د پيښور په ښار کي پرPearl Continental هوټل باندي د تير کال ځان مرگی بريد د سرشته کولو مسئوليت په غاړه اخلي، په کوم کي چي د ملگرو ملتونو د دوو تنو کارکوونکو په گډون ٧ تنه ووژل سول.

د ده کسان وخت ناوخته د خيبر په دره کي، افغان حکومت او لويديزوالو ځواکونو ته د مالونو رسوونکو لاريو مخه نيسي.

د می په مياشت کي، تحريک طالبان پاکستان د نيويارک ښار کي د يوه بل بميز گذار د سرشته کولو پړه په غاړه واخيسته.

په دغه پيښه کي ٣٠ کلن پاکستاني اصله امريکايی فيصل شهزاد نومی ونيول سو او وروسته يې اقرار وکړ، چي په پاکستان کي د نوموړي غورزنگ لخوا ورته د بم جوړولو تعليم او ١٢٠٠٠ ډالر ورکړل سوي وو، تر څو د بم جوړوني چاري سر ته پري ورسولی شي.

داسي گمان کيږي، چي دا لومړی ځل وو، چي تحريک طالبان پاکستان په يوه لويديزهيواد کي د گذار کوښښ کړی وو.

همدا شان تحريک طالبان پاکستان د مۍ په مياشت کي د لاهور د گذار پړه هم پرغاړه اخيستي ده، په کوم کي چي د احمديه ټولني له ٨٠ څخه تر ٩٥ تنو پوري غړي ووژل سول.

محسود له لښکر جنگوي سره سره نږدې کار کوي، هغه چي د القاعدې سره اړيکه لري او له مرکزي پنجاب څخه راپورته کيږي.

آژانسونه/ عارف وردګ

کتونکی: نجيب الله زيارمل