1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ملکي تلفات ډير سوي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جگړه کې د ملکي تلفاتو کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده. دغي ادارې د تلفاتو د لوړیدو لاملونه د طالبانو د بریدونو ډیریدل ښوولي دي.

https://p.dw.com/p/19HYw
Members of the community attend a funeral after a NATO airstrike which destroyed two fuel tankers hijacked by the Taliban in northern Kunduz on September 4, 2009. A NATO airstrike destroyed two fuel tankers hijacked by the Taliban in Afghanistan, igniting a fireball that an Afghan official said killed about 90 people - mostly insurgents. AFP PHOTO/STR (Photo credit should read STR/AFP/Getty Images)
Begräbnis nach NATO Luftangriff auf Tanklaster Kundus 2009انځور: STR/AFP/Getty Images

تر دې مخکې ویل شوي ول چې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات کم شوي دي. په دې سره نو داسي پوښتني پیدا کیږي چي آیا افغان ځواکونه کولای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې «یوناما»، ویلي دي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیتې څخه د جون میاشتې تر دیرشمې پوري د بېلابېلو امنیتي پېښو په پایله کې ټول ټال ۱۳۱۹ تنه ملکي افغانان وژل شوي، او ۲۵۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سنله ډیر والی ښيي.

ډيری ملکيان د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي وژل يا ټپيان کيږي
ډيری ملکيان د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي وژل يا ټپيان کيږيانځور: picture-alliance/dpa

یوناما ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې د ملکي وګړو د وژل کیدو کچه ۱۴ سنله او د ټپي کیدو په شمیر کې ۲۸ سنله لوړ والی راغلی دی. دغي ادارې ویلي دي: «د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډیروالی په ۲۰۱۲ کال کې د ملکیانو د تلفاتو د کچي راکمیدل له منځه وړي. په دې ترتیب سره موږ یو ځل بیا په ۲۰۱۱ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي لوړي کچي ته نزدې شوې یو.»

ملګرو ملتونو د ۷۴ سنله ملکي تلفاتو پړه پر یاغیانو او نهه سلنه پړه پر حکومت پلوه ځواکونو اچولې ده. پر دې سربیره دغي ادارې ویلي دي چې ۱۲ سلنه نور ملکیان بیا د دواړو اړخونو د جګړې په پایله کې وژل شوي دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو روښانه کړې ده چې پاتي ملکي تلفات د جګړې له کبله د پاتي شویو ناچاودو موادو له کبله رامنځ ته شوي دي.

په ۲۰۱۳ کال کې هم تر ټولو ډیر ملکي تلفات د یاغیانو د بمې پریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. تر بمونو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړې ډيرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یوناما له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم اوس افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان په کچه د پوځي عملیاتو رهبري پر غاړه لري، خو بیا هم دغه ځواکونه له ملکي وګړو څخه د ساتنې او هغوی ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو له پاره منظم تدابیر نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب