1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي موسمي سيلابونو زيانونه اړولي

۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبه

له پلازمېني کابل څخه نيولې، تر ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، کنړ، لغمان، پنجشير اوکاپيسا پوري له دغو سيلابونو خوندي نه دي پاتي سوي.

https://p.dw.com/p/12T3z
تيرکال په لغمان کي د سيلابونو ويجاړی
تيرکال په لغمان کي د سيلابونو ويجاړیانځور: DW

افغان حکومت وايي د ورستيو سيلابونوڅخه زيانمنو سويو کورنيو ته يي د مرستي رسوني لړۍ اوس پيل کړې ده.

له طبيعي ناورينونو سره د مبارزي  ځانګړې اداره وايي چي تر اوسه ورته له سيلاب ځپلو سيمو د شاوخوا ديارلس تنو د مړيني او په همدې شميري د تري تم سويو انسانانو رپوټونه ورته رسيدلي دي.ويل کيږي چي د سر پر تلفاتو سربيره سيلابونو مالي تاوان هم اړولی دی.

له طبيعي ناورينونو سره د مبارزي د اداري مرستيال محمد اسماعيل سياس د وينا له مخي چي سيلابونو په ناڅاپي توګه د يو شمير ولايتونو برخي تر خپل پوښښ لاندي راوستي او خلک پرته له دي چي چمتو والی ولري له خطرونو سره مخامخ سول.

سياس په کابل کي دويچه ويله ته وويل، چي په ختيځ کي کنړ، لغمان او ننګرهار په سويل او سويل ختيځ کي ميدان وردګ، پکتيا او پکتيکا او په شمال کي پنجشير او کاپيسا د کابل په ګډون هغه ولايتونه دي چي ورستيو نيزونو پکي د سر او مالي درانده زيانونه اړولي دي.

« د کاپيسا په استالف کي شپږ د بريښنا بندونه ويجاړ سوي، تر څلويښتو کيلومتره پوري واټونه ويجاړ سوي، په سلګونو هکټاره کرهنيزي ځمکي هم ويجاړي سوي دي، ګن کورونه هم د نيزونو له کبله وران سوي او زموږ ډيري کورنۍ له خپلو سيمو کوچيدو ته اړ ايستل سوي دي».

له طبيعي پيښو سره د مبارزي د اداري چارواکي وايي، چي سيلابونو په سلګونو کورنه، په لسګونو کيلومتره پاخه واټونه، پلونه او پلچکونه هم وران کړي چي د يادو سيمو د خلکو عادي ژوند يي له ستونزو سره مخامخ کړی.

د کابل د ده سبزو اشيوکيو سيمي دوو اوسيدونکو دويچي ويلي ته وويل چي د دوي تقريباً هر څه اوبو وړي دي او د حکومت اونړيوالو ټولنو د مرستو څرک هم نه لګيږي.

« د شپي دوې بجې وې چي سيلاب راغی، موږيوازي خپل سر وژغورل اونور هرڅه مو پريښودل، کورمو سيلاب ويجاړ کړ او سخت مالي زيان يي راته واړاوه، دا څوورځي کيږي چي  د مرستوپه تمه ناست يو خو د مرستوڅرک نه لګيږي».

دا په داسي حال کي ده چي له طبيعي پيښو سره د مبارزې د اداري مرستيال ښاغلي سياس بيا وايي چي په زيانمنو سويو ولايتونو کي يي خپلو کاري کميټو ته دنده سپارلي تر څو ژر تر ژره د هغو سيمو په اړه مرکز ته معلومات واستوي، چي پکښي سيلابونه راغلي دي.

د ښاغلي سياس د وينا له مخي په دې کار سره به دوی وتوانيږي په کافي اندازه، شړۍ، دکور  وسايل، اوبه او خواړه يادو سيمو ته وليږي.

نوموړي له مرستندويه خيريه  ټولنو هم غوښتنه وکړه چي په دغه برخه کي له حکومت سره مرسته وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل