1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي هم د سولي ورځ لمانځل کيږي

۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

د سپتمبر ۲۱ د سولي د نړيوالي ورځي په نامه نومول سوې ده او دغه ورځ په افغانستان کي هم په يو لړ ځانگړو مراسمو سره لمانځل کيږي.

https://p.dw.com/p/PHxU
اوس سوله افغانانو ته په يوه خوب بدله شوي ده. ډيری افغانان په اوسنيو حالاتو کي د سولي د ټينګيدو امکان نه ويني.
اوس سوله افغانانو ته په يوه خوب بدله شوي ده. ډيری افغانان په اوسنيو حالاتو کي د سولي د ټينګيدو امکان نه ويني.انځور: picture-alliance/ dpa

دغه ورځ په افغانستان کي د درو کلونو راهيسي په رسمي ډول لمانځل کيږي.

د سولي نړيواله ورځ په نړيواله کچه د ډزبندي او د تاوتريخوالي د بندولو په شعارونو لمانځل کيږي.

د سولي ويونکې( کلمه) له ډيرو کلونو راهيسي د افغانانو له لوري زمزمه کيږي خو تر اوسه پوري د هغوی په هيواد کي ريښتينې او تل پاته سوله نده ټينګه سوې.

د ملګرو ملتونو سازمان له افغان دولت سره په ګډه د دغي ورځي لپاره خاص مراسم په پام کي نيولي چي په ترځ کي به يې سوله غوښتونکي کمپاينونه او له دولت ضد وسله والو څخه د ډزبندي غوښتني شاملي وي.

د سولي نړيواله ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي چي لاهم د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي جګړې رواني دي او افغانان په ويره او ډار کي ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د رسمي ارقامو په اساس هره مياشت د افغانستان په ګوټ ګوټ کي ۶۰ کسان د تاوتريخوالو پر مهال خپل ژوند له سه ورکوي.

تيرکال شاوخوا ۴۰۰۰ کسان د افغانستان په ګوټ ګوټ کي وژل سوي ول. د افغانستان جنوبي ولايتونه چي يو مهال د جګړې اصلي ټاټوبي بلل کيدل اوس د جګړي د اور لمن شمالي ولايتونو ته هم پراخه سوې ده.

که څه هم په تير يوه کال کي افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځله مخالفين سولي ته را وبلل خو داسي معلوميږي چي هغوی هم د حکومت پر ضد پر خپلو پخوانيو ژمنو ولاړ دي او د اوس دپاره داسي پلان نه لري چي د سولي د بهير سره يو ځای سي.

د کابل په صدرات څلور لارې کي د هند سفارت ته څېرمه د فوټوکاپۍ د ماشين يوه خاوند چي دوه نيم کاله دمخه يې خپل ورور دلې په يوه چاودنه کي د لاسه ورکړی دويچه ويله ته وويل چي اوس ورته سوله هيڅ مفهوم نه لري.

محمد هراتيان وايي چي دی داسي فکر کوي چي د افغانستان قسم خوره دښمنان سولي ته ارزښت نه ورکوي او د سولي کلمه ورته هيڅ مفهوم نه لري.

د کابل ښار يو بل اوسيدونکی چي د څرخي پله په سيمه کي د بايسکلونو د جوړولو هټۍ لري بيا په دې باور دی چي ده هم په ټلويزيونونو او راډيوګانو کي د سولي د ورځي په اړه اوريدلي خو په دقيقه توګه نه پوهيږي چي سوله به د چا له خوا راځي او څنګه به راځي.

د افغانستان ډيری اوسيدونکي د دولت او مخالفينو تر منځ د ډزبندۍ غوښتونکي دي، هغوی وايي چي که چيري دواړه خواوي په اخلاص خبري وکړي نور به د افغانستان بهرني دښمنان لاره پيدا نه کړي چي خپل خصمانه پلانونه جاري وساتي.

اوس سوله افغانانو ته په يوه خوب بدله سوې ده. ډيری افغانان په اوسنيو حالاتو کي د سولي د ټينګيدو امکان نه ويني.

خلک په دې اند دي چي سوله هغه مهال راتلای سي چي، د جګړې ښکيلي غاړي يو د بل منلو فرهنګ ته غاړه کيږدي په داسي حال کي چي دمګړۍ يو بل نه شي منلای.

خلګ اوس د ويري احساس کوي او د دې په تمه دي چي دوی به هغه ورځ د خوبشختۍ احساس وکړي چي د ټوپک د ډزو آواز ترغوږ نه سي او د مرګ ژوبلي خبرونه د ټلويزيون او راډيوګانو څخه وانه وري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل