1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي وضعيت تر ښه کيدو دمخه نور هم خرابيږي

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

د ناټو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک ايساف، قوماندان جنرال يوزف بلوتڅ په نظر مخکي تر دې چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت د ښه کيدو پر خوا روان سي هغه به نورهم خراب سي.

https://p.dw.com/p/Qmvc
په افغانستان کي د ناټو قوماندان جنرال بلوتڅ او ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظمي
په افغانستان کي د ناټو قوماندان جنرال بلوتڅ او ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظميانځور: DW

جنرال بلوتڅ د دوشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل چي 2010 ميلادي کي د نړيوالو ځواکونو لپاره تر بل هر کال خونړی ؤ.

د مرګ ژوبلو د احصايي د نيولو لپاره د يوې خپلواکي نړيوالي انترنتي پاڼي« iCausualties.org » د معلوماتو له مخه په تير ميلادي کال کي د وژل سوو بهرنيو سرتيرو شمير 711 ته لوړ سو. حال دا چي په 2009 کال 521 او 2008 کال يوازي 295 بهرني سرتيري په افغانستان کي ووژل سول.

په 2010 کال کي نه يوازي نړيوالوو بلکه افغان ځواکونو ته هم سخت ځاني تاوانونه واړول سول. يوازي د وژل شوو افغان پوليسو شمير 1200 ته لوړ سو.

د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو روزنه د نړيوالونو پوځي روزونکو په غاړه ده. د هغوی د روزني پروسه بايد سږ کال ګړندۍ سي، ځکه د امريکا متحده په شمول ځينو هيوادونو د خپلو سرتيرو د وتلو د پيل اعلان کړي دي او ويلي دي چي امنيتي مسووليت به افغان ځواکونو ته وسپاري.

آلمان هم پلان لري چي د 2011 کال په پاي کي د خپلو سرتيرو شمير کم کړي. دا چي څه موده نور به آلماني سرتيري په افغانستان کي پاته سي، د آلمان فدرالي شورا يا بوندستاګ به د جنورۍ په مياشت کي تصميم ونيسي.

د ايساف قوماندان جنرال بلوتڅ چي خپله يو آلمانی دي وويل چي د تير خونړي کال سره سره د ناټو ستراتيژي پر سمه لاره روانه ده. هغه په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل. «زموږ مرګ ژوبلي د ستراتيژي د ناکامۍ ثبوت نه دی. بلکي دا ددې خبري برعکس دي.»

هغه د ستراتيژي په اړه د ناتو تر مشري لاندي د ايساف په چوکات کي تير ميلادي کال د 30 زرو نورو امريکايي سرتيرو زياتولي ته اشاره وکړه.

هغه وويل چي د دغه سرتيرو په زياتولو سره په مرګ ژوبلو کي زياتوالي رامنځ ته سو.

جنرال بلوتڅ وويل:« موږ د دغه پرمختګ انتظار درلودی. که څه هم ډير د خواشنيۍ وړ دی. دا زموږ د ټولي ستراتيژي يو لازمي پړاو دی. مخکي له دي چي د برياليتوب شاهدان وګرځو په زور زياتيو کي زياتوالي راځي. دا وضعيت د تير کال په پای کي وليدل سو.»

د ناتو دغه جنرال يادونه وکړه چي نړيوال ځواکونه به د ژمي په فصل کي هم د ياغيانو پر خلاف خپلو حملو ته دوام ورکړي:

« د ايساف له نظره د سړو مياشتو په موده کي به هم جګړو کي چوپتيا ونه وينو. موږ به هر چيري چي لازمه وي پر ياغيانو باندي خپل فشارونه زيات کړو. لنډه دا چي: په ژمي کي هم زموږ سرتيري تفريح نه کوي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل