1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ټاکلي هدفونه د رسيدو وړ دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

اوباما: کوښښ بايد په دي لاره کي وشي چي دغه هيواد بيا د تروريستانو په ځاله بدل نه شي تر څو په امريکا متحده ايالاتو او د هغي پر متحدينو باندي حملي وکړي.

https://p.dw.com/p/OZmx
اوباما په ډسامبر کي ژمنه کړې وه چي افغانستان ته به دېرش زره نوي امريکايي عسکر ولېږدوي
اوباما په ډسامبر کي ژمنه کړې وه چي افغانستان ته به دېرش زره نوي امريکايي عسکر ولېږدويانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په افغانستان کي د متحده ايالاتو له پوځي ماموريت څخه دفاع وکړه. په دغه ماموريت باندي په متحده ايالاتو کي نيوکی وار په وار زياتيږي. اوباما له يو امريکايي تلويزوني شبکي CBS سره په مرکه کي وويل: « کوم هدفونه چي ټاکل شوي دي، معقول او د رسيدو وړ دي.»

د متحده ايالاتو جمهور رييس يادونه وکړه چي هدف دا نه دی چي په افغانستان کي يوه بشپړه ديموکراسي ټينگه کړای شي. بلکه ډېر کوښښ په دې لاره کي وشي چي دغه هيواد بيا د تروريستانو په ځاله بدل نه شي تر څو په امريکا متحده ايالاتو او د هغې پر متحدينو باندي حملي وکړي. هغه وويل: «دا هدف د رسيدو وړ دی.»

نړۍ وال غواړي چي په کافي اندازه سره افغان عسکر وروزي
نړۍ وال غواړي چي په کافي اندازه سره افغان عسکر وروزيانځور: dpa

د نومبر په پيل کي د کانګرس د استازو د مجلس لپاره بشپړي او د سنا د مجلس د دريمي برخي لپاره ټاکني کيږي. اوباما او د هغه ديموکرات ګوند د افغانستان د جګړې د دوام له امله د راييو ورکونکو تر نيوکو لاندي پريوتی دی. کله چي اوباما کابو دوه کاله مخکي د جمهوري رياست لپاره مبارزه کوله، ډيرو ګمان کاوه چي دی به وکړای شي چي د افغانستان جګړي ته خاتمه ورکړي.

اوباما د تېر کال په دسمبر کي افغانستان ته د 30 زرو نورو سرتيرو د استولو اعلان وکړ ترڅو د طالب ياغيانو پر ضد پر جګړه کي لاس برتوب پيدا کړي. د سرتيرو د زياتوالي ستراتيژي د پلي کيدو په حال کي ده. د نوموړو سرتيرو استول څو مياشتي مخکي پيل شوي او د اګست ترپايه به بشپړ شي.

د متحده ايالاتو د جمهور رئيس د دغي ستراتژي يوه برخه دا ده چي د 2011 د جولای په مياشت کي به امريکايي سرتيري ورو ورو بيرته په وتلو پيل کوي. خو په دې هکله د متحده ايالاتو د سياسي او پوځي مشرانو تر منځ اختلاف نظر موجود دی. امريکايي پوځي مشران وايي چي د دغي نېټي له رسېدو سره په حقيقت کي افغان چارواکو ته په ځينو ولاياتو کي د امنیتي مسؤليت سپارولو پيل به وکړي.

د متحده ايالاتو د فاع وزير رابرت ګيتس تيره اونۍ د ABC تلويزوني شبکې ته په يوه مرکه کي وويل: « زه فکر کوم چي مونږ په دې پېغام بايد ټينګار وکړو چي د 2011 کال په جولای کي مونږ له افغانستان څخه نه وځو.» هغه وويل: « زما شخصي نظر دا دی چي يو ډېر محدود شمير به په وتلو پيل وکړي.»

د افغانستان جګړه د متحده ايالاتو د راييو ورکونکو په منځ کي خپل ملاتړ له لاسه ورکړی. دغه ملاتړ وروسته له هغي کمزوری شو چي د جګړي له ډګر څخه د امريکايي سرتيرو د مرګ ژوبلو د شمېر د زیاتېدو په هکله خبرونه خپاره شول. د جون او جولای مياشتي د متحده ايالاتو په شمول د بهرنيو ځواکونو لپاره تر بل هر وخت څخه خونړی وی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي