1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ټرافيکي پيښي گڼ شمېر انسانان وژني

۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه

کم عمره موټرچلوونکي، د موټرونو ګړندى تګ، ترخپلي کچي زيات د سپرليو کښېنول او يو شمير نورسببونه هغه څه دي چي د افغانستان پر لويو لارو باندي يې ټرافيکي پيښي ډيري کړيدي.

https://p.dw.com/p/12Kdc
د کندهار پيښي 34 انسانان ووژل
د کندهار پيښي 34 انسانان ووژلانځور: DW/M.Ismail

د کندهار د ټولګټو رئيس انجنيرعبدالمحمد(احسان) وايي چي د کم عمره موټر چلوؤنکي، تر اندازې جگ رفتار تر څنګ د موټروانانو لخوا د مخدره توکو کارونه د ترافيکي پيښو لامل گرځي.

« ددې پرځاى چي په اته ساعته کي راورسيږي، دوى په پنځه ساعتونو کي ځان رارسوي. دوه موټروانان نه لري .
د اضافه سپرليو د پورته کولو تر څنګ تر اندازې ډېر بارونه هم منځته وراچوي، بله خبره دا ده چي کوچني هلکان دغه موټرونه چلوي. په داسي حال کي چي پخوا د لويو لارو موټرونه تر٣٥ کالو کم عمر موټرچلوونکيو ته نه ورکول کيدل. بله مهمه خبره دا ده چي د سرعت د ډيروالي ترڅنګ يې موټر چلوونکي مخدره مواد هم استعمالوي.»

يو شمېرسپرلۍ هم د موټر چلونکيو لخوا د زياتو سپرليو سپرولو او ګړندي تګ ته ګوته نيسي او وايي چي دا ډول کړني د نورو سپرليو د زهيريدو سبب ګرځي. يو تن خيرالله چي تازه د کابل ولايت څخه کندهارته په ٣٠٣موټرکي راغلی د خپل سفر په اړه وويل:

« سپاريان بيخي تنګ وي ته به وايي چي په قاچاقبري يي را اخيستي دي. همدا اوس چي موږ راتلو يو څو نفرو لاس ورکړ. موږ ورته وويل چي څلور نفره راوخيژوه. موټروان شپږ تنه راوخيژول نو تردې ځايه داسي ګونجلک ناست وو چي پښې موتر اوسه پوري دردکوي.»

په کندهار کي د٣٠٣ موټرونو څو تنه چلوؤنکي بيا دغه خبري نه مني او وايي چي دوى هر مهال د خپلو سپرليو ډېره پاملرنه کوي خوکنډوکپر سړکونه، د باندنيوځواکونه اوږده قطارونه او لوټوؤنکي غله هغه څه دي چي د دوى په وړاندي يې ډيري ستونزي رامنځ ته کړي او کله ناکله خونړۍ پيښي هم رامنځته کيږي. اغاشېر نومي يو موټروان وايي:

« په موټروانانو کي مي تر اوسه پوري داسي څوک نه دى ليدلي چي هغه دي چرسي وي. موږ يي خپله نه پرېږدو او زه يې هم نه استعمالوم.»

يو بل موټروان تورخان وايي:

« ټوله لار خرابه وي، ماينونه وي، دشپې ماين سړک الوزولی وي موټروان چي ورته راورسيږي توره شپه وي، بريک کار ونه کړي هغه وي چي موټرچپه سي. د دې تر څنگ د کتار والا څخه هم په عذاب يو، غله موهم راګرځوي يا امريکايان ولاړوي موږ اړ يو چي دوه ساعته په کچه کي مزل وکړو نو موږ په دې خاطر وختي وزو چي هلته وختي ورسيږو.»

پر لويو لارو باندي د ټرافيکي پيښو د ډېريدو خبره په داسي حال کي رامنځته کيږي چي د شنبې په ورځ يوځل بيا د کندهار او کابل پر لويه لار ديوې ټرافيکي پيښي له امله ٣٥ تنه مړه او٢٦ تنه نور ژوبل سول.

د کندهار د ټرافيکو امر سمونوال محمدالله خان هم د پيښي د پخلي ترڅنګ مسؤليت د موټرچلوونکيو پر ناپامۍ ورواچاوه او زياته يې کړه:

« دغه موټر د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ مانده په سيمه کي چپه سوى دى. ٣٥ تنه مړي لرو او ٢٦ تنه ژوبل دي. ما سيمه له نږدې څخه وليدله حتما د موټر سرعت هم زيات ؤ او دا چي شپه وه کيداى سي موټرچلوونکى ويده سوى وي.»

په کندهار کي ولسي وګړو دا ډول پيښي غندلي او د اړوندو څانګو څخه يې د مخنيوي غوښتنه کړې ده. د کندهار ولايت مقام څخه په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي د والي توريالي ويسا د خولې ليکلي چي دا ډول پيښي د زغم وړنه دي او مرتکبين به يې دسختي سزا سره مخامخ سي. تر دې وړاندي هم پرهمدغه سړک ورته پيښي رامنځته سوي چي په سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: احمدولي اڅکزی