1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي پر المانۍ مؤسسې د درغلۍ تور لگول سوی

۱۳۸۹ بهمن ۲, شنبه

د AGEF پرمختيايي مؤسسې د المان د حکومت څخه په تيرو اتو کالو کي شاوخوا 20 مليونه يورو تر لاسه کړي وه چي شک کيږي تر زياتي کچې پکښي درغلۍ سوي دي.

https://p.dw.com/p/QuXO
پدغه کړکېچ باندي په برلين کي د المان د پراختيايي مرستو وزارت هم خبر دی
پدغه کړکېچ باندي په برلين کي د المان د پراختيايي مرستو وزارت هم خبر دیانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

په کابل کي د اې جي اي ايف نومي المانۍ مؤسسې دفتر خالي دی او پر دروازه باندي يوازي يو ساتونکی ولاړ دی. دغه ساتونکی د خالي کوټو او خالي دخل حفاظت کوي. د نوموړي دفتر الماني کارکوونکي د افغانستان څخه وتلي دي او افغان کارکوونکي يې شاته پرې ايښي دي.

د اونيو راهيسي د نوموړې مؤسسې د کابل په دفتر کي ستونزې موجوده دي. د افغانستان د لوی څارنوالۍ وياند امان الله ايمان پدې هکله وايي:

« موږ پدې خبر يو چي يو شمېر افغاني کارکوونکو د اې جي اي ايف پر مؤسسې عارضې کړي دي چي دوی ته يې د دوی تنخواوي ندي ورکړي. د دغې مؤسسې الماني کارکوونکي نسته. موږ د دغې قضيې پلټنې پېل کړي دي.»

پدغه کړکېچ باندي په برلين کي د المان د پراختيايي مرستو وزارت هم خبر دی. په نوموړي وزارت کي د څو ورځو راهيسي د اې جي اې ايف مؤسسې له وجې ناقرارۍ رامنځ ته سوي دي. يو څو الماني ژورنالستانو داسي معلومات تر لاسه کړي دي چي د پراختيايي مرستو و وزارت ته يو داخلي راپور رسېدلی دی په کوم کښي راغلي دي:

« داسي قوي شک موجوده دی چي په اې جي اي ايف مؤسسې ته ورکول سوؤ مرستو کي درغلۍ سوي دي.»

د نوموړې مؤسسې په هغه پروژه کي د درغليو تورونه لگول کيږي چي په ترځ کي يې دغې مؤسسې د هغو افغانانو سره په افغانستان کي د کار موندنې او مسلکي زدکړو د دترلاسه کولو لپاره کومکونه کول چي د المان څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي ول.

نوموړې مؤسسې پدې ترځ کي يوازي د المان د حکومت څخه په تيرو اتو کلنو کي د 20 مليونو يورو په شاوخوا کي پيسې تر لاسه کړي دي. خو دا چي پدغو پيسو څه کېدل الماني چارواکو ورته په ځير ندي کتلي او نه يې هم څارنه کړېده.

هغه پداسي حال کي چي د ډنمارک چارواکو په عراق کي د همدغې مؤسسې سره د منفي تجربو خبره بربنډه کړې وه. په 2009 م مېلادي کال کي ډنمارک د دغې المانۍ مؤسسې سره خپل قرارداد تمديد نه کړی. په رسمي توگه د ډنمارک د پراختيايي وزارت توماس تومسن وايي:

« موږ داسي احساس درلودی چي په پروژه کي سم پرمختگ نه کېدی. موږ د پروژې د پايلو څخه ناخوښه ؤ.»

د 2009م مېلادي کال راهيسي د سوېډن حکومت هم د دغې المانۍ مؤسسې سره خپل کار درولی دی. په غېر رسمي توگه په کوپنهاگن کي ويل سوي چي د دغې المانۍ مؤسسې په کار کي شفايت نه ؤ او يو شمېر وروستي راپورونه نه وه موجوده.

کابل ته د يوه سوېډني حکومتي چارواکي د تگ وروسته د دغې المانۍ مؤسسې سره د نور کار نه کولو پرېکړه سوې وه.

دا چي الماني چارواکو د مؤسسې په کار کي هيڅ ستونزې ندي موندلي د تعجب وړ خبره نده. ولي چي په 2006م مېلادي کال صرف يو څارونکی د درو ورځو لپاره و کابل ته لېږدول سوی ؤ چي د درو کلنو د کار حساب و کتاب وکړي. د اقتصادي کارپوهانو په آند معلومه خبره ده چي په دومره لږ وخت کي دغه کار ناشونی دی.

د اې جي اي ايف موسسې مشر کلاوس ډيون هاوپټ پر خپلې مؤسسې لگول سوي تورونه ردوي. خو څېړونکو الماني چارواکو ويلي چي نوموړې مؤسسه د قضيې په سپيناوي کي هومره همکاري نه کوي چي په کار ده. له همدې وجې پلټنې په ډېر کم سرعت پر مخ ځي.

وېبرمان يورگن / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري