1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي په لومړي وار کورني نفت بازار ته وړاندي سول

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

يوه گډ افغان او ازربايجاني شرکت په لومړي وار د افغانستان نفتي مواد د دغه هیواد په دننه کي بازارونو ته وړاندي کړل. په پلان کي ده چي دغه شرکت به هره ورځ نزدې۵۰۰ ټنه خام تيل تصفيه او بازار ته وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/19WGq
An oil pump works at sunset Wednesday, June 8, 2011, in the desert oil fields of Sakhir, Bahrain. OPEC unexpectedly left its production levels unchanged on Wednesday, causing oil prices to jump, as senior officials said their meeting ended in disarray - a stunning admission for an organization that places a premium on consensus decision making. (Foto:Hasan Jamali/AP/dapd)
Ölförderungانځور: AP

د کام انتر نيشنل ايل په نامه دغه شرکت چارواکي وايي، چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست۲۵) يې له ازبکستان سره په سرحدي ښار گوټي حيرتان کي په امتحاني ډول زر ټنه خام نفت پروسس او بازار ته وړاندي کړل. د دوی په خبره په پلان کي ده چي هره ورځ به ۵۰۰ ټنه تصفيه سوي تيل بازار ته وړاندي کوي.

دغه افغان او ازربايجاني شرکت د نفتو د تصفيې په برخه کي ۳۰ ميليونه ډالره پانگونه کړې ده. د کام انترنیشنل ایل، د ګډ شرکت چارواکي وايي چي که حکومت همکاري ورسره وکړي دوي چمتو دي چې د ۳۰ ميلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت یوه بله نفتي تصفیه خانه هم په هیواد کې جوړه کړي. د دغه گډ شرکت یوه افغان مشر زمري وويل:

«دا فابریکه مو له آزربايجانیانو سره په ګډه فعاله کړې ده، تر دې وروسته به یوه بله هغه هم مونتاژ کړو اوهیله مو ده چې د نفتو د تصفیي اندازه له اوسني۵۰۰ ټنه څخه په ورځ کې ۱۵۰۰ ټنو ته پورته کړو.»

له افغانستان څخه دباندي د نتفو د تصفيه کولو يوه فابريکه
له افغانستان څخه دباندي د نتفو د تصفيه کولو يوه فابريکهانځور: AFP/Getty Images

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې دغه ګام د هیواد په تاریخ کې بې ساری دی او پس له دې به دغه هیواد د نفتي توکو یوه برخه له کورنیو منابعو څخه پوره کوي:

«زموږ غوښتنه دا ده چې صنعت ته په هیواد کې خاصه پاملرنه وشي او حکومت او خصوصي سکتور ته په کار ده چې د معادنو او کرهڼي په برخه کې جدي کار وکړي او دا برخه د اقتصاد ودي له پار ډیره اړینه ده.»

د افغانستان د ننه د تیلو د تصفیې خبره په داسې حال کې کیږي چې دا مهال د آمو سیند د نفتي حوزې اومه تیل د تصفیې له پاره ګاونډي هیواد ترکمنستان ته وړل کیږي.

د چین د نفتو ملي شرکت د یوه افغاني شرکت " وطن ګروپ" سره یو ځای په قشقاري، بازار کمی او زمردسای، سیمو کې چې په سرپُل ولایت کې موقعیت لري، د نفتو په استخراج پیل کړی دی. د دغي حوزې د تثبیت شوو نفتو اندازه ۸۷ میلیون بېرله اټکل شوې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي په خپل هيواد کي دننه د نفتو د تصفیه خونو جوړیدل او د کورنیو نفتي منابعو څخه عملي ګټه اخیستنه د ملک په گټه بولي.

د اقتصادي چارو مبصر عبدالله کفایت وايي اوس دغلته خصوصي سکتور غواړي د سوداګرۍ له برخې پانګونه د صنعت برخې ته واړوي او په دې پالیسۍ سره به د وارادتو د بدلون سیاست پلی شي:

«زه فکر کوم چې په دې کار سره به خلکو ته د کار و بار زمینه برابره شي او په دې سره په هیواد کې اقتصادي خوځښت رامنځ ته کیږي، که چیري دغه ډول تصفیه خانو ته لازمي اسانتیاوي لکه بریښنا برابره شي نو موږ نه یوازي دا چې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي کولای شو، بلکې نوي سلنه دننه په هیواد کې نفتي توکو ته مارکیټ لرو.»

په افغانستان کې د پانګوني د ملاتړ اداري د وینا له مخې، د افغان امیریکن په نوم یو شرکت هم تیر کال ژمنه کړې چې د تیلو د تصفیه کولو په برخه کې به ۷ سوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي او دغه کارخونه به د ۲۰۱۵ کال تر وروستیو پوري په عملي توګه د کورنیو منابعو څخه د تر لاسه شویو نفتو د تصفیي چاري پیل کړي.

د دغې اداري د معلوماتو له مخې هرکال د تیلو سکتور د دغو موادو د تصفیې له پاره له هیواد څخه دباندي څلور میلیارده ډالره لګوي خو وایي، چې د ملک په دننه کي به د تیلو د تصفیي د چارو تر پیلیدو وروسته د دغو پیسو زیاته برخه د هیواد دننه ولګول سي.