1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي څوک پر ښوونځيو يرغلونه کوي؟

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د پوهني وزير فاروق وردگ وايي چي په ډيرو مواردو کي طالبان يا نور افغان مخالفين د ښوونځيو په نړولو او سوځولو کي لاس نه لري. د هغه په خبره دا کار د پرديو دئ.

https://p.dw.com/p/17z8E
Auf dem Bild ist eine zerstörte Schule in Helmand, Afghanistan zu sehen. Sie wurde am 06.02.2011 von Aufständischen in die Luft gesprengt. *** Deutsche Welle, M. Mojtaba 2011
Zerstörte Schule in Helmand Afghanistan ARCHIVBILDانځور: DW/M. Mojtaba

په افغانستان کې ډیری زده کونکي په ولايتونو کي ښونځیو ته د تګ پر وخت د خونديتوب احساس نه کوي. په تیرو کلونو کې پر ښونځیو، زده کوونکو اوښونکو د یاغیانو بریدونو دوام درلود.

تر اوسه هيچا هم د ښونځیو د سوځولو اوړنګولو مسئولیت پرغاړه نه دی اخیستی او حکومت هم په دغه برخه کې ګټوري څېړني نه دي تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو د مشاومانو صندوق یونسف په رپوټ کي راغلي دي چي په تیر کال کې شاوخوا پر پنځوس ښونځيو باندي د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې يرغلونو سوي دي او په سوو نور تړلي پاتې دي.

په ډیرو پيښو کې د عامه تاسیساتو او دولتي ودانیو د ړنګولو پړه پر وسله والو طالبانو باندي اچول کيږي. خو آیا په ریښتیا د ښونځيو ړنګول د طالبانو کار دئ؟

د پوهني وزیر فاروق وردګ د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۷) په کابل کې د زده کوونکو یوې غونډي ته په وینا کې وویل:

«ډیر ځلي داسي پیښ شوي چې طالب او نور افغان مخالفین د مکتب د سوځولو شا ته نه دی، بلکي پردي دا کار کوي. پر طالبانو مو غږ کړی دی چې ښونځي ستا په نامه تر يرغلونو لاندي راځي او سوځي، ته به یي  د سوځولو او ورانولو مخه نیسي، زموږ سره به په دې برخه کې همکاري کوی.»

د تیر کال په ورستیو کې د کلنیو ازموینو پر مهال د کابل په موسيې ولسوالۍ کې پر یو ښونځی باندي يرغل وشو کتابونه او نور وسایل پکې وسوځول شول. د یوه بل ښونځي سرښونکی بیا ښونځي ته پر لار ترور شو.

طالبانو د خپلي واکمنۍ پر مهال نجونو ته ښونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوله او ډیری خلک وایي دا بریدونه چې طالبان نه کوي نو څوک یي کوي؟ ځکه یوازی په تیر کال کې تر يرغلونو لاندي راغلي ډیر ښونځي د نجونو ول.

د سیاسي چارو مبصر یونس فکور وايي افغان دولت د ښونځیو د سوځولو د عاملینو په نیولو کې پاته راغلی دی خو عاملین يي ښه پیژني لیکن د سیاسي ګټو له پاره د هغوی نومونه نه بربنډوي:

«دا چې د پوهني وزیر د ښونځیو له سوځولو طالبانو ته برات ورکوي نو دا روښانه ده چې هغه د کرزي یو سړی دی او غواړی د راتلونکي سیاسي ګټي له پاره طالبانو ته زرغون څراغ ورکوي».

د افغانستان د بشري حقونو د یوه ملي سازمان مشر لعل ګل لعل د يکشنبې په ورځ په کابل کې وویل ښونځي او زده کوونکي باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي:

«دا په خپله هغه مصلحتونه دي چې نه یوازي زموږ حکومت، بلکې نړیواله ټولنه اوملګري ملتونه هم پکښې ښکېل دي».
د پاملرني موسيي اونړیوال بانک یو راپور چې تیر کال خپور شو ښيي چې د ۲۰۱۲کال د جنورۍ او د همدې کال د دسمبرمیاشتي تر منځ پر ښونځیو نزدې ۱۱۵۳ بریدونه تر سره شوي ول.

په دغو بريدونو کي د بمونو، راکټونو او ماینونو په واسطه د ښونځیو نړول، په شپې پاڼو د زده کوونکو او ښونکو ګواښل او د تعلیمي پرسونل وهل ډبول او حتی ترورول شامل دي.