1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي د بيكارۍ او ناامنيو نوي تهديدونه

۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان اوسني سياسي حالاتو ته په كتني سره د خلكو په منځ کښي داسي انديښنې راپيدا سوي دي چه امنيت به نور هم خراب او دغربت او بيكارۍ سطح به لوړه سي ...

https://p.dw.com/p/JOJx
َََبې امنيتي د بيكارۍ او نااُميدۍ سبب ګرزي
َََبې امنيتي د بيكارۍ او نااُميدۍ سبب ګرزي (په لغمان کښي وروستۍ پيښه )انځور: AP

په داسي حال کښي چه اوس هم د امنيت د نه موجوديت له کبله د بيكارۍ سطح لوړه سويده او په سل هاوو زره افغانان د لوږي او بيكارۍ سره مخامخ دي ، ډيری افغانان د راتلونكي څخه نااميده سويدي . دوى تشويش لري چې د ناامنيو لمنه به پراخه سي ،او په دې صورت کښي به په افغانستان کښي يو بل اجتماعي ناورين رامنځ ته سي .

دغه تشويش نه يوازي د عامو خلګو او روشنفکرانو سره موجود دی، بلكه پانګه وال هم بيره لري چه د امنيت د خرابيدو له وجي به ډير سرمايه ګذاران دې ته زړه ښه نكړي چې په هيواد کښي خپلو سرمايه ګذاريو ته ادامه وركړي .

د ټولنيزو چارو كارپوه محب الله شريف وايي چه : اوس په افغانستان کښي بيكاري داسي يوې سطح ته رسيدلې ده چه د تاريخ په اوږدو کښي يې سارى نه ؤ ليدل سوى . د ده په وينا د افغانستان په ټولوسيمو ،كلو او بانډو کښي خلك نااميده سويدي ،او د بيكارۍ او بې وزلۍ له امله په خرابو اعمالو لاس پوري كوي .

افغان لوی سوداګر خانجان الكوزی دافغانستان د اوسني امنيتي- سياسي حالاتو په اړوندخپله انديښنه څرګندوي او وايي چه : د بيكارۍ سطح ډيره لوړه ده او كه چيري امنيتي مشکلات ډير سي ،اکثره خلك به خپل كار او روزګار د لاسه وركړي ، چه دا به ډيره لويه ټولنيزه ستونزه وي . دبلي خوا به د تجارانو په منځ كې بيره او ډار زيات سي او يو ټولنيز ناورين به رامنځ ته سي .

په کندهارکښي وروستۍ پيښه
په کندهارکښي وروستۍ پيښهانځور: AP

محب الله شريف انديښنه څرګندوي او وايي چې : ځينې افغانان په شعوري او غير شعوري ډول او ځينې خارجي هيوادونه په افغانستان کښي د ناامنيو اور ته لمن وهي چې عواقب به يې ډير زړه بوږنونكي وي .

خانجان الكوزى وايي چې : اوسني سياسي - امنيتي حالات پر تجارت باندي ډيره منفي اغيزه كړيده او كه چيري امنيتي حالات نور هم خراب سي تجارت به په افغانستان کښي د ماتي او ركود سره مخامخ سي .

د يادوني وړ ده چه د انتخاباتوپه اوسني جريان کښي د سيالو ډلو لخوا ګواښونه ، د وخت څخه د مخه دانتخاباتود نتايجو د نه منلو خبري او د اييتلافي حكومت د جوړيدو آوازې هغه تشويشونه دي چه د رواني لحاظه يې پر خلكو بده اغيزه كړيده .

انور برى پال/

کتونکی : محمد قاسم نوري