1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي کښي د ناټو موجوديت ضروري دی

۱۳۸۷ خرداد ۸, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي هوپ سخېفر په افغانستان کښي د آلماني پوځ ماموریت وستايه ...

https://p.dw.com/p/E7a9
د ناټو عمومي منشي هوپ سخېفر
د ناټو عمومي منشي هوپ سخېفرانځور: AP

د هوپ سخېفر د اټکلونو له مخي په افغانستان کښي په نژدې راتلونکي کښي د ناټو موجوديت ضروري دی .

دآلمان دمرکزی پارلمان په تالارکی دا يوه غير عادی غونډه وه . ځکه معمولاپه دغه تالار کی دآلمان دپارلمان غړۍ سره غونډي کوی . خوداځلۍ ددوی پرځای دنړۍ د 50 هيوادونو څخه 300 دپارلمان غړي په دغه تالار کی سره راټول سوې وه . په دغه ډله کی دناټو دغړو هيوادونو دپارلمان غړي ، دهغه هيوادونو دپارلمان غړي چی دناټو سره ګډکار کوی ، اونور میلمانه دهغه هيوادونو څخه چی دناټو ددفاعی تړون ملګرۍ هيوادونه بلل کيږي . دوی ټول د آلمان پلازمیني برلين ته دناټو دپسرلي غونډي دپاره راغلي وه . دوی دڅلورو ورځو دپاره په بيلا بيلو جرګه ګيو کی په ناټو پوری ورځنيو مسایلو اوموضوعګانو باندی خبري وکړی ، اوبيا په يوه ګډه غونډه کی دآجندا پر مربوطه مسايلو باندي دخبرو او جرو بحثونو څخه وروسته دناټو ددفاعۍ تړون دپارلماني غړو دپسرلي غونډه دسه شنبی په ورځ دمی دمیاشتی په 27 نيټه پای ته و رسیدل .

ددغي غونډي د آجندا يوه مهمه موضوع په افغانستان کی دناټو عمليات وه . دناټو ددفاعی تړون آلمانی جنرال Egon Rams دناټو دټولو غړو هیوادونو څخه ددې غوښتنه کوی چی دوی په افغانستان کی دناټو دعملياتو څخه چی ډير پلويان هم نلری ،ملاتړ وکي .

موږ همدا اوس په دغه هيواد کی ډيرو عسکرو ته اړتيا لرو . ددی دپاره چي بريالیتوب ته ورسيږو اوخپل ترلاس لاندی سيمې وساتو او په دی برخه کي زموږ دپاره تر هرڅه مهمه خبره داده چي په دغه سيمو کی د اوسيدونکی وګړو امنيت بايد مونږ وژغورو . او دا ځکه زموږ دپاره ډير داهمیت وړخبره ده چی که چيري کومۍ سيمي چي زموږ په لاس کي دی او هغه طالبان بيرته نيسی ،نوطالبان به په دغه سيمو کی تر هرڅه ړومبی هغه کسان ووژني چي هغوی زموږ سره ګډکار کړی وی . دآلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين مايرپه دغه غونډه کی په يوه ویناکی دپارلمانۍ غړو په وړاندی وايی چی دوی بايددجرمني د دريځ سره تفاهم ولری . دا زموږ دپاره آسانه خبره نده چی جرمنيان په دی قانع کو، چی ددوهمي نړيوالي جګړې څخه دعبرت داخيستلو مانا به دانه وی چی موږ بايد ځان دهرډول جګړو اولانجو ليری وساتو .

داټول شيان به زمونږ دپاره په طبیعۍ ډول سره داسی نه وی چی په عادی ډول سره چاری پرمخ بوزو . مونږ بایده دی چی خپل ټول اقدامات اوپریکړی دآلمان په اتحادی پارلمان کی مطرح کړو. دپارلمانی جروبحث او دعامه افکارو دپه نظر نیولو سره هر قدام چی موږ کوو اويا په پخوانيو پريکړو کی هربدلون چی راځي ، مونږ بایده دی چی دهغه دپاره پارلمان او عامه افکارو ته قانع کونکی دلايل وړاندي کړو .د المان ډیرشمير وګړی په افغانستان کی روانو پوځۍ عملياتو ته دشک او ترديد په سترګه ګوری .

دناټو دغړو هيوادونو په قطار کی المان ځکه ډير ترفشارلاندی دی چی په روان وخت کی په افغانستان کی آلمانی عسکر ددغه هيواد په شمال کی په نسبی ډول سره په امن کی دی . او له همدی امله دبرلين په غونډه کی دهاليند يو پارلماني غړی دالمان دبهرنيو چارو دوزير شتاين ماير دا دليل چی وايی په آلمان کی موږ دعامه افکارو تر فشار لاندی يو، نه منی او وايی چی مونږ په هالند کی هم بايد عامه افکار په نظرکی ونيسو او خلکو ته دا خبره روښانه کو، چی په افغانستان کی زموږ پوځي عملیات ضرورې دی .