1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی د آلماني عسکرو روحي مريضي دوه چنده سوې دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

له بهرنيو دندو څخه د روحي ناروغه شوو آلماني عسکرو شمېر، د آلمان د پوځ د وزارت د وينا له مخې، په 2009 ميلادي کال کې نږدې دوه چنده شويدی. په داسې حال کې چې په کال 2008 ميلادي کې د په اصطلاح PTBS د ناروغانو شمېر 245 تنه وو

https://p.dw.com/p/MPR8
آلماني عسکر
په افغانستان کی آلماني عسکرانځور: AP

په 2009 ميلادي کال کې 466 تنه ښودل شوی. له دې څخه قريب ټولو سرتېرو په افغانستان کې دنده سر ته رسولې.

په دې ډول رنځورانو کې وروسته له سختو فشارونو څخه بيخوابي، ناڅاپه درد او يا سخته مايوسي ليدل کيږي. دا ډول کسان ډېر حساس او يا سخت حمله کوونکي وي، په خوب کې بيريږي، زړه يې رپېږي او يا يې بدن ريږدي. دا رنځ د پوځي دندو په اوږدو کې له ناوړه پېښو لېدلو څخه منځ ته راځي. مثلاً کېدلی شي د يوه ماشوم مړينه او يا د دوی د خپل يوه ملگري ټپي کېدل او يا وژل وي.

د PTBS کلمه لومړی ځل په کال 1980 ميلادي کې د امريکې په متحده ايالتونو کې د مرض په توگه ومنل شوه. تر هغه وخته پوری له روحي رنځونو څخه له جگړو لوېدلي سرتيري ټگماران او يا بې غيرته بلل کېدل. په آلمان کې دې مرض ته پاملرنه په دې وروستيو کالونو کې د بهرنيو دندو په زياتوالي سره واوښته.

لومړی آلمانی عسکر په کال 1996 ميلادي کې د طبيبانو لخوا تر درمل لاندی ونيول شو، کوم چې وروسته له يوې بهرنۍ دندی څخه په دې رنځ مبتلا شوی وو. په 1999 کال کې د کوزاوو له جگړې سره د ناروغو آلماني عکسرو شمېر مخ په زياتېدو شو. د 90 لسيزی په منځ کې د آلمان د پوځ وزارت د روحي او ټولنيزه پالندويانو شبکې سره جوړی کړې. آلماني درملگرو د درمل او علاج اصول او لاری چاری د امريکې د متحده ايالتونو له تجربو څخه واخيستل. په تېره بيا په افغانستان کې پر آلماني عسکرو باندی له لومړي گذار او هم د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو ISAF په چوکات کې د زياتو دندو په غاړه اخيستلو سره د آلمان پوځ هم له دې کړکېچ سره لاس په گريوان شو. له هغو 28 تنو آلماني عکسرو څخه چې په 2003 ميلادي کال کې پلازمېنه کابل کې له يوه گذار څخه ژوندي پاته شوي وي، 8 تنه د PTBS په رنځ آخته او تر درمل لاندې ونيول شول.

د 2009 ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې د يوه تلويزيوني فلم له خپرېدو وروسته، په کوم کې چې له افغانستان څخه راگرزېدلي يوه ناروغ عسکر صحنه تمثيل شوې وه، دا پديده يا پېښه د عامو خلکو خولې ته ولوېده. دې کار زيات شمېر عسکرو ته دا جرئت وروباخښه چې د خپلی يادشوی روحي ناروغتيا په هکله خپلو آمرانو ته خبر ورکړي. اوس اټکل کيږي چې تقريباً په هر سلو کې يو په بهر کې موظف شوی عسکر په دې رنځ اخته دی. د هغوی تداوي اکثر موفقه ده. د هغه له وروسته ناوړه اغېزو او يا ځان وژنو څخه ډېر کم آورېدل کيږي. په 2009 ميلادي کال کې د هغه وخت د پوځ وزير يونگ، د پوځ په وزارت کې د دې ډول ناروغانو د علاج د يوه ځانگړي روغتون د جوړيدو خبر ورکړ. اوس اوس د آلمان د پوځ په پنځو روغتونونو کې د دې ډول مريضانو د پاره 100 بسترې شته.

دانيل ششکويتڅ/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري