1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به د اړتیا تر وخته پاته شو»

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه

بارک اوباما ویلي دي چې هیواد ئې له افغانستان سره اوږد مهالو همکاریو ته ژمن دئ خو امریکايي پوځیان به له اړتیا څخه د ډیر وخت له پاره په دغه هیواد کې پاته نه شي.

https://p.dw.com/p/14GE0
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې امریکا به تر هغه وخته په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته و نه رسوي چې په سیمه کې د القاعدې ریښې له نه وي ایستل شوي، ثبات نه وي ټینگ شوی او د نړیوالو ځواکونو د راوتلو له پاره شرایط نه وي برابر شوي.

اوباما د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: «ولسمشر حامد کرزی په دې پوهیږي چې موږ له افغانانو او افغان دولت سره ستراتیژیک تړون ته لېوال یو.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې امریکا دې ته لیواله نه ده چې له اړتیا څخه د ډیر وخت له له پاره په افغانستان کې خپل پوځونه وساتي. د هغه په وینا کله چې دا خبره یقیني شي چې القاعده نور په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه کوي او په دغه هیواد کې داسي ثبات رامنځ ته شي چې د ایساف له راوتلو وروسته وضعه پر خپل ځای پاته شي نو امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.

اوباما وویل:«هو، د قرآن شریف د سوځولو له پېښي وروسته وضعیت اندیښمن کړی یم. زه فکر کوم چې دا د هغو ننگونو نښانه ده چې د عمل په ډگر کې موجودي دي او دا هم د دې نښانه ده چې د انتقال بهیر گړندی کړو.»

د ناټو ځواکونو په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د امنیت د مسئولیت د سپارلو بهیر پیل کړی دئ خو افغان اردو مجهزو تجهیزاتو ته اړتیا لري او لا هم په بهرنیو مرستو پورې تړلې ده.

اوباما وویل چې هغه پر دې خبره مطمئن دئ چې د هغه پلان به عملي شي، خو د هغه په خبره دا یو ستونزمن کار دئ.

په وروستیو کې د متحده ایالاتو او د افغان دولت اړیکي یو څه ترینگلي شوي دي او تر اوسه هم د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتيژیک تړون لاسلیک شوی نه دئ. امریکا او افغانستان له څه مودې راهیسي پر یوه ستراتیژیک تړون کار کوي چې له مخي ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون او د هغوی د عملیاتو څرنگوالی معلومیږي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش