1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بیلابیلو پیښو ۲۴ کسان ووژل

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

نن «شنبه د نومبر د میاشتي ۱۲مه» په افغانستان کې د ملکي کسانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه. د لغمان او هلمند په ولایتونو کې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د هرات په ولایت کې بیا پنځه تنه تپیان شول.

https://p.dw.com/p/139al
آرشیف انځور: نن افغان ملکیانو ته یوه خونړۍ ورځ وه
آرشیف انځور: نن افغان ملکیانو ته یوه خونړۍ ورځ وهانځور: AP

د لغمان په ولایت کې د یوې کورنۍ ښادي په غم بدله شوه. په دغه ولایت کې د واټ د غاړې یوه ماین اته کسان ووژل. دغو کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې موټر یې د واټ د غاړې پر یوه ماین برابر شو.

ويل کیږي چې وژل شوو کسانو یوازې یوه شپه وړاندې د واده مراسم تجلیل کړې ول. د رپورټونو په حواله د وژل شوو کسانو په ډله کې هغه کس هم شامل دی چې تازه یې واده کړی وو. د زوم سربیره یوه ښځه او یو ماشوم هم د پیښې په قربانیانو کې شامل دي.

د لغمان ولایت محلي چارواکو د پیښې پخلی کړی دی. د لغمان ولایت ویاند، فیض الله پټان، وايي چې وژل شوو کسانو د پیښې څخه یوه شپه وړاندې د واده مراسم درلودل:

«پیښې کې اته کسان وژل شوي دي. د دغو کسانو په ډله کې هغه کس هم شامل دی چې د پیښې څخه یوه شپه وړاندې یې واده تیر شوی وو. یو ماشوم او یوه ښځه هم په وژل شوو کسانو کې شامل دي.»

د لغمان و لایت معاون، جمیعت الله حمیدي، د آلمان غږ راډیو سره په یوې مرکه کې وویل چې که څه هم لغمان یو امن ولایت دی خو دغه شان پیښې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې رامنځ ته کیږي. هغه د دغې پیښې پړه د افغانستان پر دښمنانو ورواچوله.

په همدې حال کې بیا د افغانستان په هرات ولایت کې پنځه کسان په بایسکل کې د ځای پر ځاې شوي بم د چاودنې له امله ټپیان شوي دي. د هرات د ولایت د ویاند په خبره په ټپي شوو کسانو کې درې پولیس او دوه ملکیان شامل دي.

پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې په بایسکل کې ځای پر ځای شوی یوه بم د پولیسو یو موټړ ته نږدې وچاودید. په پیښه کې د ټپي شوو کسانو د روغتیایي حالت په اړه لا دقیق معلومات په لاس کې نه شته.

په هلمند کې هم نن «شنبه» شپاړلس کسانو خپل ژوند د یوې ترافیکي پیښې په پایله کې له لاسه ورکړ. دغه پیښه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د کابل-هرات پر لویه لاره رامنځ ته شوي.

د ګرشک ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، سمونیار ښادي خان، د پیښې پخلی کړی او ویلي یي دي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو ۳۰۳ ډوله موټر لومړۍ یو موټرسایکل، وروسته یو سراچه ډوله موټر او په اخر کې یو کرولا ډوله موټر تر ځان لاندې کړل.

ښادې خان وایي چې په پیښه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي چې روغتون ته استول شوي دي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض