1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بیلابیلې امنیتې پیښې

AP، فرید الله ظاهر۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د جمعې او شنبې په ورځو په افغانستان کې د بیلا بیلو امنیتي پیښو په ترڅ کې لس تنه وژل شوي او تر اتیاوو زیات ټپیان شوي دي. دغه پیښې د کندهار، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/18aFZ
انځور: picture-alliance/AP

د افغان چارواکو د وینا له مخې د جمعې په ماښام په کندهار ولایت کې د دوو چاودنو په ترڅ کې ۹ تنه وژل شوي او تر ۶۲ زیات نور ټپیان دي. لا تر اوسه د دغه بمي چاودونو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه پیښه د عېنو مېنه، په سیمه کې د جمعې (د ۲۰۱۳م کال د مې اوولسمه) په ماښام رامنځ ته شوې ده. ویل کیږي چې په دغه نوي عصري استوګنځای کې د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي هم پانګونه کړې ده.

د «اسوشیتد پرس» خبري آژانس د کندهار د والي د ویاند فیصل جاوید، له قوله ویلي دي چې دغه دواړه چاودنې په پرلپسې توګه د څو دقیقو په تفاوت سره رامنځ ته شوي دي. زیاته شوې ده چې چاودیدونکي توکې په یوه موټر او موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او چاودنې د یوه ریستورانت د باندې د لیرې څخه د ریموت کنترول پواسطه تر سره شوي دي.

د فیصل په وینا په وژل شوو کسانو کې درې تنه پولیس شامل دي. هغه زیاته کړې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې دغه ځای ته چې ښه امنیتي تدابیر لري، څرنګه د چاودیدونکو توکو ډکو موټرې ورننوتي دي.

د میرویس روغتون څخه د ډاکټر صمد په نوم یوه تن نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې په لسګونو ټپیان د میرویس روغتون ته وروړل شوي دي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د دویچه ویله ځایي خبریال د رپوټ په حواله په ژوبل شوو کسانو کې اووه تنه پولیس هم شامل دي. عیني شاهدان وايي، لومړۍ موټر بم چاودنه د پوليسو پر یوه رینجر موټر وشوه او ورپسې سمدستي بله چاودنه رامنځته شوه.

له چاودونو وروسته په ميرويس حوزوي روغتون کي د ويني د کمښت له امله د شپې تر ناوخته له سيمه ييزو راډيوګانو او فيسبوک د شبکې څخه خبرتياوي خپرېدلې، چې ډیری شمیر کندهاریانو د وینې ورکولو په موخه ځانونه د میرویس روغتون ته ورسول. د افغان ولسمشر حامد کرزي دفتر په سملاسي توګه دغه بریدونه غندلي دي.

په پکتیکا کې چاودنه

په پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. د پکتيکا والي وياند مخلص افغان دويچه ويله ته ويلي دي چې د شنبې په سهار د يحيى خېلو ولسوالۍ د سره ديوال په سيمه کې د ملکي خلکو يوه تراکتور په ماین ورختلی دی، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوى دی او د دريو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

په خوست کې چاودنه

د شنبې په ورځ د خوست ښار په ختيځه څنډه کې بمي چاودنه تر سره شوه، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ يې ملکي وګړو ته هم زيان اړولى دی. دغه چاودنه د سبزي منډيي تر څنګ په عمومي سړک هغه وخت رامنح ته شوه، کله چې له دغه ځای څخه د سرحدي پولیسو یو رینجر موټر د تیریدو په حال کې وو.

د خوست امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب، دويچه ويله ته ویلي دي چې په دغه چاودنه کې نهه کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې درې تنه پولیس او شپږ ملکي وګړي شامل دي. تر اوسه د دې دواړو چاودنو مسووليت هم چا پر غاړه نه دى اخيستى.