1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بیلا بیلو امنیتي پیښو مرگ ژوبله اړولې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۷, جمعه

د جمعې په ورځ په افغانستان کې بیلابیلو امنیتي پیښو د پولیسو څلور افسران وژلي او په لسگونو نور یې ټپیان کړي دي. یوه پیښه په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې ده چې ډیری شمیر لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DwaH
انځور: ASIF HASSAN/AFP/Getty Images

د هلمند ولایت په نوزاد، ولسوالۍ کې یوه ځانمرگي برید کوونکي له چاودیدونکو توک ډک موټر د پولیسو د تالاشۍ تر څنگ الوزولی دی. د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي دي چې په دغه پیښه کې څلور پولیس وژل شوي دي او نور پنځه تنه بیا ټپیان دي.

پر دې سربیره په ننگرهار ولایت کې په جومات کې د یوې چاودنې په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي دي. د ننگرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقي وال، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «په خوگیاڼۍ ولسوالۍ کې په یوه جومات کې چاودیدونکي توکې ځای پر ځای کړل شوي وو. دغه توکي د جمعې د لمانځه پر مهال وچاودیدل.» مشرقي په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په ټپیانو کې ملا امام هم شامل دی.

د خوگیاڼۍ ولسوال نعمت الله ویلي دي چې په ټپیانو کې د اوو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی. طالبان چې زیاتره وخت د دغسې بریدونو له پاره گرم گڼل کیږي په جومات کې دغه چاودنه غندلې ده. طالبانو ویلي دي چې «چالاکه دښمن» دغه چاودنه تر سره کړې ده، تر څو په وینا یې د «ملت او مجاهدینو» تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

دریمه چاودنه په شمالي ولایت بلخ کې رامنځ ته شوې ده. د مزار د پولیسو ویاند شیر جان دراني ویلي دي چې یو بم په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی وو او په وینا یې په دغه چاودنه کې درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د نوي حکومت د کاري دورې د پیل او له امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکیدو وروسته، په افغانستان کې د بریدونو لړۍ زور اخیستې دی. دغه تړون د ناټو او امریکا شا او خوا ۱۲۰۰۰ ځواکونو ته له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدو اجازه ورکوي.

د پنجشبنې په ورځ هم په کابل کې یو ځانمرگی برید کوونکی چې پر موټر سایکل سپور وو د بریتانیې د سفارت پر موټر برید وکړ. په دغه برید کې د سفارت د دوو تنو پرسونل په شمول شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات یې ټپیان شول.