1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«په افغانستان کې تر۲میلیونه زیات ماشومان له خوراځواکۍ کړيږي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیات ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي، چې ۴۰ سلنه یې روغتیایي مرستو ته لاس رسی نه لري.

https://p.dw.com/p/3IpqB
Afghanistan Bettelnde Frau mit Kind Jalalabad
انځور: picture-alliance/Photoshot

یونیسف په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مخامخ ماشومانو په شمیر کې د زیاتیدو په هکله اندیښنه ښوولې ده.

د دغه ادارې نوی رپوټ چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، ښيې چې په ۲۰۱۹م کال کې تر هغه د تیرو دوو کلونو په پرتله پر سوء تغذي د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی.

د یونیسف د ارقامو له مخې په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷م کال کې ۱،۳ میلیونه ماشومان او په ۲۰۱۸م کال کې ۱،۶ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیدل سږکال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر تر دوو میلیونو زیات دی. د دغو ماشومانو عمرونه تر پنځه کلنۍ کښته ښوول شوي دي.

یونیسف په خپل دغه رپوټ کې ناامنۍ، وچکالي، صحي خدماتو ته نه لاس رسی او د خلکو په ځانګړې توګه د میندو نه پوهاوی په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ د وضعیت د خرابیدو یو له اصلي دلایلو څخه یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د موندونو له مخې اوسمهال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو شمیر خلک عاجلو خوراکي او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

په یونیسف کې د سوء تغذیې د چارو پوه احمد نوید قاري زاده، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه چې په افغانستان کې د دغې ستونزې د راکمولو له پاره کوم پروګرامونه عملي شوي دي، کافي نه ول. د هغه په خبره له همدې کبله خوارځواکي زیاته شوې ده: «په ۲۰۱۹م کال کې مو له خوارځواکۍ څخه کړیدونکو ماشومانو ته وړاندې کوونکي خدمات له ۵۰ سلنې څخه ۶۰ سلنې ته لوړ کړل، خو اوس هم ۴۰ سلنه ماشومان صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري.»

د یونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې پر ماشومانو سربیره خوارځواکۍ د مېندوارو میرمنو او ځوانو نجونو پر روغتیا باندې هم سخت اغیز کړی دی.

د یونیسف د رپوټ له مخې خوارځواکي د افغانستان په لویدیځ، سویل او ختیځ ولایتونو کې چې له وچکالۍ سره مخامخ دي مخ پر زیاتیدو ده او اټکل شوی چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې مرستو ته اړتیا لري ډیر شي.

شکيلا ابراهيم خيل