1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې جنګي بنديان شکنجه کيږي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د ملګرو ملتونو په يوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې له بنديانو سره د افغان امنيتي ځواکونو ناوړه چلن او شکنجه عامه ده. ويل شوي دي چې دا کار د ولسمشر پر ژمنو او د حکومت له خوا د يوه نوي قانون پر تصويب سربيره هم روان دی.

https://p.dw.com/p/2bmxl
Zwei gefangene Afghanen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د جګړو په تړاو نيول شويو هغو ۳۹ بنديانو چې د ملګرو ملتونو څيړونکو پوښتلي دي، په زندانانو کې د افغان پوليسو يا ملي امنيت د کارکوونکو له خوا د ناوړه چلن او شکنجې په اړه «د ډاډ وړ او موثق معلومات» ورکړي دي.

په ۲۰۱۵م کال کې هم د ملګرو ملتونو همدې ته ورته رپوټ کې ۳۵ سلنه پوښتل شويو د ورته ناوړه چلن خبره کړې وه.

افغان حکومت تر دې مخکي د دغو تورونو په اړه دا منلې چې ښايي ځيني کسان په فردي توګه د دغي ستونزې لامل ګرځيدلي وي خو ويلي یې ول دا د حکومت تګلاره نه ده.

د حکومت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي ول: «د افغانستان حکومت شکنجې او ناوړه چلن ختمولو ته ژمن دی.»

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د اپريل ۲۴ نيټه) له هغه وروسته خپريږي چې روانه اوونۍ په ژنيو کې د شکنجې ضد ملگرو ملتونو کمېټې ته يو افغان لوړ پوړي چارواکي ويلي ول چې په افغانستان کې دي د شکنجې ضد قوانينو پلي کيدو ته يوه کتنه وشي.

په دنهاگ کې د جزا نړيواله محکمه هم په جلا ډول په افغانستان کې د بنديانو د ربړونې موضوع ته کتنه کوي.

 ملګري ملتونه دې نتيجه ته رسيدلي دي چې «د افغان حکومت له خوا د ملي پلان د عملي کولو پر هڅو سربيره په اوسني رپوت کې له جنګي بنديانو څخه د تحقيقاتو پر وخت د ناوړه چلن او شکنجې پیښې په دوامداره توګه ثبت شوي دي چې د دغه ډول اعمالو په مقابل کې د هيڅ راز مسوليت نه شتون ته اشاره کوي.»

د ملګرو ملتونو پلټونکو په تیرو دوو کلونو کې د ټول افغانستان په ۶۲ زندانونو کې له ۴۶۹ بنديانو سره خبري کړي دي.

د دې تازه رپوټ چمتو کوونکو د ملي پوليسو له خوا د شکنجې ۱۴سلنه ډېرښت د خطر د زنگ په توگه ياد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله له هغو۷۷ بنديانو څخه چې د پوليسو له خوا یې د ربړولو شکايت کړی، يو پر څلورمه برخه یې تر۱۸کلنۍ کښته ځوانان دي.

پلټونکو ویلي دي چې د محلي پوليسو له خوا۶۰ سلنه نيول شوي جنګيالي وهل ټکول کيږي. همدا راز هغه زندانيانو چې ملي امنيت ترې پلټنې کړي، ۳ سلنه یې د شکنجه کيدو خبره کوي.

زياتو شکنجه شويو زندانيانو ويلي دي چې دوی تر هغه وخته وهل کيږي، تر څو اعتراف وکړي او په ډيرو مواردو کې هغه څه چې دوی لاسليک کړي وي، دوی یې لوستلای نه شي.

زموږ له ارشيف څخه: