1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

دوه امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي. د آلمان خبري آژانس په حواله دغه خبره په افغانستان کې د ناټو پريکړنده ماموريت له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3OIYy
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

خو د ناټو په دغې اعلاميه کې د وژل شوو امريکايي عسکرو هويت او دا چې د افغانستان په کومه سيمه کې وژل شوي دي، څه نه دي ويل شوي.

د رپوټ په حواله، د روان ميلادي کال له پیل څخه تر اوسه، په افغانستان کې د وژل شوو امريکايي عسکرو شمير ۱۴ کسانو ته رسيدلی دی.

په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استازو تر منځ مذاکرات ادامه لري، طالب جنګيالي له هغو سره جوخت په ټول افغانستان کې پر افغان او نړيوالو ځواکونو خپلو بريدونو ته هم ادامه ورکوي.

د امريکا او طالبانو تر منځ مذاکرات له خپل اتم پړاو څخه هم اوښتي دي او د رپوټونو په حواله لا هم ادامه لري. د دغو مذاکراتو مهم موضوعات دي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او له طالبانو څخه داسي ضمانت اخيستل چي افغانستان به د ترهگرو په پټنځای نه بدليږي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم په ظاهره کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو خوښ دی. هغه په وروستيو کې له ژورناليستانو سره په خبرو کي ويلي ول چي دی نه غواړي چي امريکايي عسکر په افغانستان کي تر پوره ۱۸ کاله جگړې وروسته د پوليسو دنده تر سره کړي. ترمپ ويلي ول: «يو وخت بايد سړی ووايي چي نور نو بس دي.«

هغه وخت د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليزاد چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی ويلي وو، موږ تيار يوو، وليدل شي چې طالبان هم تيار دي او که نه.

د امريکا او طالبانو تر منځ تر وروستي پړاو مذاکراتو وروسته دواړو لورو وويل چې يوه توافق ته سره نژدې شوي دي. داسې ويل کيږي چې تر دغه توافق وروسته به طالبان له افغان حکومت سره چې تر اوسه یې مخامخ خبرې ورسره رد کړي، د مذاکرې ميز ته کښيني.