1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې دوه تنه امريکايي سرتيري وژل شوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبه

تېره مياشت افغانستان ته ليږل شوې يوه امريکايۍ سمندري قطعې نن خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د خپل فعاليت په پيل کولو سره يې د لومړي ځل د پاره خپل دوه تنه سرتيري له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/DjPd
انځور: AP

کابل: د امريکايي سمندري د ٢٣٠٠ کسيزې قطعې وړاندې ويلي دي، هغه دوه تنه عسکر چې په يوه چاودنه کې يې پرون د چهارشنبې په ورځ د وژل کېدنې خبر په افغانستان کې د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF لخوا خپور شو، له دوې څخه وو.

د امريکايي عسکرو وياند تورن کيلي فروشر د فرانسپرس خبريال ته ټکي په ټکي ويلي دي: موږ د اپريل د مياشتې پر سهار خپل دوه تنه عسکر په کندهار کې له لاسه ورکړل.

د سمندري ځواکونو دې ٢٤ لمبر قطعې د اپريل په لسمه ورځ نظامي عمليات پيل کړي. د چاودنې پړه تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخيستې.