1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې دوه پاکستاني برمته شوي دیپلوماتان آزاد شوي

۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبه

په پاکستان کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیره میاشت په افغانستان کې دوه برمته شوي پاکستاني دیپلوماتان د چهارشنبې په ورځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2hDAR
Irak Mossul verlassenes Gefängnis des IS
انځور له ارشيف څخهانځور: Reuters/A. Konstantinidis

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «په جلال آباد کې د پاکستان د قنسلګرۍ دغه دوه دیپلوماتان د ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۷مه نیټه هغه وخت چې له جلال آباد ښار څخه د تورخم پر لور روان ول برمته شوي ول. اوس هغوی روغ بیرته آزاد شوي دي.»

افغان ولسمشر په کابل کې پاکستاني چارواکو ته د تلیفون له لاري خبر ورکړی دی چې دیپلوماتان په عملیاتو کې آزاد شوي او اوس له افغان امنیتي ځواکونو سره دي.

اوس نو دواړه دیپلوماتان په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوي چې بیا وروسته به اسلام آباد ته ولیږدول شي.

په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې ترینګلې دي. دواړه هیوادونه یو پر بل د وسله والو مخالفینو د ملاتړ تورونه لګوي خو دواړه اړخونه بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.