1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني عسکرو او مرستندويو نظرونه

۱۳۸۷ مهر ۲۵, پنجشنبه

په مزار شريف کې د آلماني عسکرو په اډه کې د اندرناخ راډيو اورېدل کېږي او ځينې عسکر د آلمان د پوځ د ماموريت د تمديدېدو مساله څاري.

https://p.dw.com/p/Fb8G
« موږ هغه څه کوو چې راته ويل کېږي »انځور: AP

ځينې عسکر بيا راډيو ته غوږ نه نيسي او خپل خپل نظرونه لري: « دا په اصل کې زموږ لپاره کومه مساله نه ده. هر څنگه چې وي موږ هغه څه کوو چې راته ويل کېږي.«

«راتلونکی به څنگه وي. آيا د خپل ځان لپاره يا دا چې صرف د افغانانو لپاره يو څه جوړوو. دا يوه مهمه مساله ده.«

د افغانستان په شمال کې اکثره عسکر دا ښه درک کوي کله چې سياستوال د هغوی په اړه يعنې په افغانستان کې د ماموريت په باره کې بحث کوي. دا چې ډېرۍ عسکر دې پوښتنې ته چې آيا زر نور آلماني سرتېري دې افغانستان ته واستول شي، که څنگه، د هو جواب وايي، کومه د حيرانتيا وړ خبره نه ده.

ISAF Afghanistan - gemischte Bilder
«موږ نه غواړو چې په جگړه کې د ښکېلې غاړې په توگه راته وکتل شي»انځور: DW

په کابل کې د ايساف د ځواکونو د اداري پلاوي مشر هانس لوتار دومروېزه هم هغې پوښتنې ته د هو ځواب وايي چې آيا دغه عسکر به کافي وي تر څو د افغانستان په شمال کې امنيت تامين کړای شي په داسې حال کې چې وضع په شمال کې هم مخ په خرابېدو ده.

«که په شمال کې د افغاني عسکرو شمېر يعنې لس زره نور عسکر ورسره حساب کړئ نو په مجموعي توگه پنځه لس زره عسکر کيږي. زما د شخصي نظر او اټکل له مخې به دغه شمېر د ايساف لپاره کافي وي. لا مهمه خبره دا ده چې ملکي بيا رغاونه وړاندې لاړه شي، په دې برخه کې لا پرمختگونو ته اړتيا لرو.«

پرمختگ ته اړتيا، دغه حقيقت گڼ شمېر ملکي مرستندويه ټولنو هم درک کړی دی. خو د هغوی نظر بېل دی، زيات عسکر د زيات امنيت په معنا نه وي. دا په نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې د ټولنې نظر دی. د دغې ټولنې کارکوونکي هڅه کوي چې په ډېر احتياط سره د نظامي چارو او د بيا رغاونې د چارو بېلتون رامنځ ته کړي. په دې اړه د لوږې په وړاندې د مبارزې د ټولنې يو تن کارکوونکی الېکساندر شراده وايي:

«موږ له نظامي مداخلې څخه فاصله نيسو. او دا چې پوځ به موږ بدرگه کوي او د امنيت چارې به مو په غاړه اخلي هم کومه ښه مفکوره نه گڼو، ځکه چې موږ نه غواړو چې په جگړه کې د ښکېلې غاړې په توگه راته وکتل شي.«