1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د افغان سرتیرو د روزلو پروسه ځنډول شوې ده»

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/162C0

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځانگړو پوځونو قوماندان تر هغې پورې د نوو افغان عسکرو د روزلو پروسه ځنډولې ده تر څو چې د یاغیانو سره د هغوی د اړیکو په اړه څیړنې تر سره شي.

د رپوټ په حواله دغه کار به شاوخوا د ۲۷ زره افغان سرتیرو د روزولو پروسه اغیزمنه کړي. دغه گام وروسته تر هغې تر سره کیږي چې په روان کال کې د افغان سرتیرو له خوا لږ تر لږه ۴۵ تنه امریکایي سرتیرو ووژل شول. په نوموړي رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د افغان او امریکایي سرتیرو له خوا یو شمیر اړیني لار ښوونې له دې امله په پام کې نه دې نیول شوي چې ښایي د امنیتي سرتیرو د روزولو پروسه له کم رفتارې سره مخامخ نه شي.