1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امريکايانو جنګي ماموريت پای ته رسيږي

۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه
https://p.dw.com/p/17Itb

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې په افغانستان میشت امريکايي ځواکونه به تر پلان شوې نیټې مخکې له جنګي حالته راووزي او په پوځي عملیاتو کې به یوازې د ملاتړ کوونکي ځواک خصلت ولري.

اوباما له افغان ولسمشر سره په واشنګټن کې تر لیدلنې کتنې وروسته وویل چې د راتلونکي کال په پسرلي کي به امريکايي ځواکونه په افغانستان کې خپم پوځي نقش راکم کړي او د د افغان ځواکونو روزنې او له هغوی څخه ملاتړ کولو ته به ډیره پاملرنه وکړي.