1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امریکا پر یوې پروژې سختې نیوکي شوي

۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

امریکایي قانون جوړونکو د افغانستان له پاره د خپل هیواد پر هغه پروګرام باندي سختي نیوکي کړي دي چې هدف یې د پانګونو تشویق وو. پر دغه پروګرام باندي شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر مصرف شوي.

https://p.dw.com/p/1Hhfz
انځور: SIGAR

دغه پروګرام د «تجارت او ثبات له پاره عملیاتو کاري قوه» نموده چې پنځه کاله یې دوام کړی دی. د پروګرام هدف په افغانستان کې د پانګونو تشویقول وو، هغه څه چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه وایي، افغانستان ورته سخته اړتیا لري.

خو د افغانستان د بیارغونې بهیر د څار ادارې مشر جان سپکو، وایي چې پلی شوی پرګرام ضعیفه لیدلوری لاره او ډیري پیسې په داسې پروژو مصرف شوي دي چې پکې درغلي، بې پروايي او ناوړه استفاده ډیره موجوده وه.

سپکو د امریکا کانګرس د یوې ځانګړې کمیټې پر وړاندې په دې اړه خبري وکړې. هغه تر دې مخکې په افغانستان کې د داسې یوې پروژې په اړه هم معلومات ورکړي ول چې ورباندې ۴۳ میلیونه ډالر مصرف شوي ول، خو په اصل کې دغه پروژه په ډیرو کمو پیسو هم پلي کیدای شوای. د دې پروژې په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالاتو په مالي مرسته یو داسې د ګازو ستیشن جوړ شوی وو چې خلکو کولای شوای پکې خپلو موټرو ته ګاز واچوي.

امریکایي سناتوري کایري مک کسکیل، دغه پروژه سخته وغندله او ویې ویل: «تر اوسه پوري هیڅ داسې اسناد نه دي خپاره شوي چې دغي مسخري پروژې په افغانستان کې مرسته کړې ده. دا په نورو پوري تړلې او ډیره غیر اغېزناکه پروژه وه.»

دغې امریکایي قانون جوړونکې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې یو وګړی په اوسط ډول له کال ۶۹۰ ډالره عاید لري په داسې حال کې چې د یوه موټر پر ګازي کولو باندې ۸۰۰ ډالر مصرفیږي: «آیا کله چې پر دغې پروژې باندې پریکړه کیده، داسې کوم کس نه وو چې پوښتنه وکړي هغه چا ته ګټه رسوي.» هغه زیاته کړه: «موږ ۱۲۰ موټر ګازي کړل، او پیسې مو هم خپله ورکړې.»

له بلې خوا بیا د پنتاګون د پالیسې برخې یوه چارکي برین مک کوین، ویلي دي چې پر دغې پروژې باندې ۴۳ میلیونه ډالر نه، بلکې تر ۱۰ میلیونو ډالرو لږ پیسې لگېدلي دي.

هغه په عین حال کې له پانګوني څخه د امریکا متحدو ایالاتو د ملاتړ پروګرام، دفاع هم وکړه. د هغه په خبره له مصرف شویو پیسو څخه ۱۵۰ میلیونه یې د داسې کورونو پر جوړولو باندې لګول شوي دي چې ډیر لوکس او ساتونکي یې لرل، څو امریکایي او د نورو هیوادونو ملکي قراردادیان پکې و اوسیدلای شي. هغه ټینګار وکړ چې د پروژې هدف دا وو چې پانګوال ته وښول شي چې هغوی کولای شي په دې هیواد کې پاته شي.

خو قانون جوړونکو بیا وویل چې داسي نخښي نښاني نه شته چې دغه او یا هم کوم بل پروګرام کولای شي چې د افغانستان له اقتصاد او امنیت سره مرسته وکړي.

سیګار هم دغه پروګرام ډیر ضعیفه بولي او په دې اړه یې په خپلې یوه بیانیه کې لیکلي دي: «سیګار په دې نه دی توانیدلی چې داسې شواهد ترلاسه کړي چې وښيي د دې پروګرام فعالیتونو په افغانستان کې له اقتصادي ودي او ثبات سره مرسته کړې، څو د دې پروژې پلي کیدل توجیه شي.»

امریکا متحدو ایالاتو له ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان پر بیا رغونه، او په دغه هيواد کې پر جګړې یو تریلیون ډالر لګولي دي او خپل شاوخوا ۲۲۰۰ سرتیري یې له لاسه ورکړي دي.