1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد دوهم پړاو پیل شو

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

د امنیت د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي د پنج شنبي په ورځ د پروان ولایت امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. د دې ولایت د امنیتي مسئولیت په سپارلو سره په افغانستان کې د امنیت د لیږد دوهم پړاو پیل شو.

https://p.dw.com/p/13KnS
دې وړاندې د امنیت د لیږد په لومړي پړاو کې د اوو ولایتونو امنیتي چارې افغانانو ته سپارل شوې وې
تر دې وړاندې د امنیت د لیږد په لومړي پړاو کې د اوو ولایتونو امنیتي چارې افغانانو ته سپارل شوې وېانځور: AP

د پروان د امنیتي چارو د انتقال د بهیر په ترڅ کې د دغه ولایت د نهو ولسوالیو څخه د مر کز په شمول د اوو ولسوالیو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوي دي.

د پروان د ولایت امنیتي مسؤلیتونه په رسمي توګه نن «پنج شنبه» د یوې غونډې په ترڅ کې افغانانو ته وسپارل شول. د پروان د ولایت والي، عبدالبصیر سالنګي، وویل چې ډیر خوښ دی چې خپله افغانان د پروان امنیتي مسؤلیتونه پر غاړه اخلي:

«اوس باید موږ د خپل ولایت د خوندي ساتلو وړتیا وښیو. موږ په پوره توګه آماده یو چې امنیتي چارې په خپله غاړه واخلو.»

هغه زیاته کړه چې د پروان خلک به هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې د هغوې ژوند له خطر سره مخامخ کړي. د امنیت د لیږد د بهیر مسؤل، ډاکټر اشرف غني، د امنیت د لیږد بهیر کامل وباله. هغه زیاته کړه چې افغانستان د امنیت د لیږد د بهیر وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري:

«د امنیت د انتقال بهیر دا معنی نه لري چې افغانستان به یواځې پریښودل شي. دا په ستراتیژي کې د بدلون او د همکاریو د غځولو معنی لري.»

د امنیت د انتقال د بهیر په دویم پړاو کې به د ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د اوو ښارونو سربیره د ۴۳ ولسواليو امنیتي چارې وسپارل شي.

د پروان د ولایت امنیتي چارې په داسې وخت کې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي چې د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه د آلمان د بن ښار د افغانستان د راتلونکي په اړه  د یو نړیوال کانفرانس کوربه توب پر غاړه لري.

په دغه کنفرانس کې به د ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد په سیاسي او اقتصادي اړخونو خبري وشي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش