1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د بې کيفيته درملو ستونزه

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنه وايي، ځانګړې حکومتي کړۍ د درملو وارداتو په انحصاري کولو سره قاچاق ته زمینه برابره کړې. افغانستان ته په واردېدونکو درملو کې د کیفیت ستونزه ولې نه حلیږي؟

https://p.dw.com/p/3rtCj
Medizin Ausstellung in Kabul
انځور: DW/Hussain Sirat

د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنه وايي، د اقتصادي مافیا ترشا ځانګړې حکومتي کړۍ ولاړه ده چې په مټ یې هيواد ته د درملو او طبي وسایلو د وارداتو چاره یوازي د پنځو شرکتونو لاسو ته لوېدلې.

د دې ټولنې مشر اسدالله کاکړ نن دوشنبې (۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۲مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، اوسمهال د درملو واردولو شاوخوا ۵۰۰ شرکتونه فعال دي، خو حکومت هڅه کوي چې دغه واردات یوازي د څو ګوتو په شمېر شرکتونو انحصار کې راولي: «که چېرې د درملو واردات یوازي پنځو شرکتونو ته منحصر شي، د بازار د درملو اړتیاوي نه شي پوره کولای.»

کاکړ زیاتوي چې په دې سره افغانستان ته د بې کیفیته درملو قاچاق ته لاډیره زمینه برابروي.

د درملیزو خدمتونو ټولنې ددغو پنځو شرکتونو هویت په ډاګه نه کړ چې په وینا د درملو واردات انحصاروي، خو تور یې ولګاوه چې ځانګړې مافیايي ـ اقتصادي کړۍ نه غواړي د دې طرحې تر وروستي کېدو دغه شرکتونه په ډاګه کړي.

د ټولنې مشر زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې د درملو واردات هم د تیلو او گازو مافیا په څیر د څو مافیايي شرکتونو په لاس کې ولویږي، ځکه د حکومت ددې پریکړې اصلي زیان خلکو ته رسیږي.»

د درملیزو خدمتونو د ټولنې د معلوماتو پربنسټ اوسمهال په ټول هيواد کې شاوخو ۱۵ زره درملتونونه او شاوخوا ۵۰۰ د درمل واردولو شرکتونه فعالیت کوي. دغه راز، د درملو جوړولو شاوخوا ۸۰ فابریکې هم په کار بوختې دي.

د درملیزو خدمتونو ټولنې خبرداری ورکړی چې که د روانې وري میاشتې تر ۲۵مې یې اعتراض وا نه وریدل شي، نو په ټول هيواد کې به د درملو شرکتونه په کاربندیز لاس پورې کړي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت یوه ویاند د درملیزو خدمتونو ټولنې دغه اعتراض ته په ځواب کې یواځې همدومره وویل، چې د درملو اړوند ټولې چارې اوس یوې خپلواکې ادارې ته سپارل شوي.

افغانستان ته د بې کیفیته درملو واردات

سره له دې چې افغان حکومت او د درملو واردولو شرکتونه وايي، هيواد ته راواردېدونکي درمل بې کیفیته نه دي، کتونکي تور لګوي چې افغانستان ته راواردیدونکي ۶۰ سلنه درمل بې کیفیته دي. د حکومت وینا داده چې هیڅ شرکت د بې کیفیته درملو راواردولو اجازه نه لري.

ډاکټر محمد یوسف یعقوب زاده په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «ددې درملو ډیره برخه افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړل کیږي او هلته ګمرکي محصول هم نه ترې اخېستل کیږي.»

دغه ډاکټر ټینګار وکړ چې حکومت باید د خیالي شرکتونو چې هيواد ته بې کیفیته درمل راواردوي مخنیوی وکړي.

 اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: