په افغانستان کې د ترياکو له تولید سره د مبارزې غوښتنه

د کارپوهانو په نظر نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ترياکو د مخ پر زیاتیدونکي تولید پر ضد مبارزه ډیره جدي ونیسي. د نشه يي موادو د کنترول نړیوال بورد په دې هکله یو نوی رپوټ خپور کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د مارچ لومړۍ نیټه) د نشه یي موادو د کنترول نړیوال بورد (آی ان سي بي) په خپل دغه نوي رپوټ کې ویلي دي «که چیري په دغه ځای (افغانستان) کې د نا قانونه نشه یي موادو د اقتصاد پر ضد اغیزمن اقدامات و نه شي، نو د دغه هیواد د ثبات د ټینګښت له پاره هڅې به بې اغیزې وي.»

د يادي ادارې په وینا دا خطر شته چې له نه ډاډمنتيا، بې وزلۍ او ترهګرۍ څخه اغیزمن شوی وضعیت هیڅ بدلون و نه مومي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان په نړۍ کي هغه سیمه ده چې زیات کوکنار پکښې کرل کيږي او له هغو څخه بیا وروسته ترياک توليد او هیروین جوړیږي. زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات، طالبان له دغه کاروباره ګټه اخلي. د آی ان سي بي د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هیکټاره ځمکه باندي کوکنارو کرل شوي ول، چې د ترياکو حاصل یې ۹۰۰۰ ټنه اټکل شوی وو.

په رپوټ کې ویل شوي دي چي د خراب امنیتي شرایطو له کبله د حکومت له لوري یوازې پر۷۵۰ هیکتاره کرل شوی فصل له منځه وړل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې «ټول وضعیت ته په کتو سره دغه څه یو ډیر کم شمیر دی.»

دغې ادارې ویلي دي چې د نړۍ حکومتونه باید له افغانستان سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

په نړۍ کې تر ټولو مخکښ هیواد

په نړۍ کې بل هیڅ هیواد د افغانستان په اندازه تریاک نه تولیدوي. په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

د مخدره موادو د تولید کچه هم لوړه شوې

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایتونو ادارې ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې او ۵۵۰۰ ټنه ته رسیدلې ده.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تړاو

ملگري ملتونه اټکل کوي چې افغان بزگرو ځکه د کوکنارو کښت ډیر کړی دی چې هغوی غواړي له دې لاري ډیري پیسې په لاس راوړي او په دې ترتیب سره د افغانستان راتلونکي احتمالي سیاسي او اقتصادی بې ثباتي ته ځان چمتو کړي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

میلیارد ډالري کارو بار

د ملگرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو اداره اټکل کوي چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو ارزښت ۹۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي. دا د دغه هیواد د کورني ناخالص عاید څلور سلنه ده.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

د پیسو حرص

افغان بزگر د کوکنارو کښت ته د بېلابېلو لاملونو له کبله هڅول کیږي خو تر ټولو لوی لامل ښايي د ډیرو پیسو لاس ته راوړل وي. یو کیلو تریاک په افغانستان کې په ۱۵۰ ډالرو پلورل کیږي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

هلمند – یو ستونزمن ولایت

په ټول افغانستان کې د تولید شویو تریاکو نیمایي برخه له هلمند ولایت څخه راځي. په دې ولایت کې طالبان هم پیاوړي دي. پر دې سربیره هم د هلمند ولایت سیمه ییز حکومت هڅه کړې ده چې د کوکنارو کروندې او د هغو د اوبولو سیستمونه له منځه یوسي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

آیا له مخدره موادو سره مبارزه بې فایدې ده؟

په ۲۰۱۳ کال کې کابل او واشنگټن یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو هڅې گړندۍ کیږي. خو اټکل کیږي چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کورنۍ د کوکنارو د کښت له کبله رامنځ ته کیدونکي عاید پوري تړلې وي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

طالبان د مخدره موادو له قاچاقه گټه اخلي

اسلامپالي افراطي ډلې د مخدره موادو له قاچاق څخه ډیره گټه ترلاسه کوي. بزگر باید په ډیرو مواردو کې طالبانو ته پیسې ورکړي. طالبان بیا د همدغو پیسو په مرسته د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندي خپله جگړه پرمخ بیایي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت

په نشه یي موادو اخته ماشومان

په افغانستان کې مخدره مواد نه یوازې تولیدیږي، بلکي د دې هیواد ډیر اوسیدونکي په دغو موادو اخته هم دي. ملگري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې د ۳۰۰۰۰۰ کوچنيانو په گډون شاوخوا ۱.۵ میلیونه اخته کسان ژوند کوي.

موږ تعقيب کړئ