1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو مدافعینې له گواښ سره مخامخې دي

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ په خپل یو رپوټ کې وویل چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په افغانستان کې«د بشري حقونو ښځینه مدافعینو ته چې د زور زیاتیو ښکار دي» شا اړولې ده.

https://p.dw.com/p/1F3PC
د ښځو په حقوق تیري کونکي ديری وخت بی سزا پاتې کیږي
د ښځو په حقوق تیري کونکي ديری وخت بی سزا پاتې کیږيانځور: DW/H. Sirat

د بخښنې د نړیوال سازمان په رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو ویل شوي دي چې ښځینه مسلکي کسان او د بشري حقونو ښځینه فعالینې نه یوازې د طالب زور پالونکو، بلکه د جگړه مارانو او حکومتي چارواکو له خوا هم په نښه کیږي او له گواښونو، جنسي تیریو او وژنو سره مخامخ دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان، چې مقر یی په لندن کی دی، عمومي منشې سلیل شیتي وویل: «د ټولنې د بیلابیلو پرگنو څخه د ښځو د حقوقو مدافعینو په تیرو ۱۴ کلونو کې د یو لړ لاس ته راوړنو له پاره په پوره میړانه مبارزه وکړه.»

شیتي وویل: «دا د غوسی وړ خبره ده چې افغان چارواکي هغوی د خپل ځان ساتنې له پاره یوازي پریښي دي، هغه هم په داسی یو وضعیت کې چې تر پخوا ډير زیات خطرناک شوی دی.»د بخښنې نړیوال سازمان دغه راز نړیواله ټولنه هم تورنه کړې ده چې د افغان بشري حقونو د ښځینه مدافعینو د «غمجن وضعیت د ښه کولو له پاره ډیر لږ څه کوي».

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه را په دې خوا لویدیځې نړې په میلیاردو ډالر په افغانستان کې لږولي دي. په دې موده کې په ځینو برخو لکه د رسینو د آزادیو او ودې، روغتیايی خدماتو، ښوونې او روزې ځینې مهم پرمختگونه شوي دي خو په نورو برخو لکه د ښځو او د بشري حقونو په ساتلو او دغه راز د اختلاس پر ضد مبارزه کې ډير لږ څه ترسره شوي دي.

د بخښنې سازمان وویل چې له افغان ښځو څخه د ملاتړ له پاره د نړیوالې ټولنې پانگې «ډیر ناڅيزه او لنډ مهاله دي او په دی برخو کې مالي مرستې هم د کمیدو په حال کې دي.» د امریکا متحده ایالاتو د څارني یو سازمان تیره میاشت د یو رپوت په ترځ کې وویل چې کوم ۴۱۶ میلیون ډالري پروگرام چې د نومبر په میاشت کې پیل شو ترڅو افغان ښځي پیاوړي کړي، ښايي ډيره زیاته گټه ونه کړي.

د بخبښنې نړیوال سازمان وویل چې هغه د خپلو څیړنو له مخې موندلې ده چې «یو شمیرافغان چارواکي کوم گواښونه چې د ښځو پر ضد موجود دی، له پام څخه غورځوي او یا آن هغه نه مني او ردوي». په رپوټ کې ویل شوی دي: «په دی برخه کې ډير لږ تحقیقات په لاره اچول کیږي، دا په داسې حال کې ده چې قانوني څارنه او په سزا محکومول هم ډير لږ صورت مومي.» د بخښنې سازمان وړاندې وايی: «په ډيرو حالاتو کې ښځینه مدافعینې چې د زور زیاتیو او حملو په هکله رپوټونه ورکوي، له خطر سره مخامخ دي او په دی وجه چې حقایق بربنډوي، تورنول یا ویرول کیږي.»

د ښځو د حقونو په ملاتړ لاریون
د ښځو د حقونو په ملاتړ لاریونانځور: DW/Sirat

په رپوټ کې یادونه شوې چې «هیڅ ښځه په عامه ژوند کې مصوونه نه ده»، حتې ښځینه فعالینې، سیاستوالې، مدافع وکیلانې، ژورنالستانې او ښوونکې.» د بخښنې سازمان وویل: «حتی هغه ښځي چې په پولیسي ځواک کې کار کوي تر گواښ لاندې دي، چیرته چې جنسي تیري او ځوروړل موجود دي او مرتکبین تل بی سزا پاتې پاتې کیږي.»

د بخښنې د نړیوال سازمان دغه رپوټ یوازې درې اونۍ وروسته له هغې خپریږي چې یوه ځوانه افغان ښځه فرخنده په یو ناسم تور چې گواکې قرآن کریم یی سوځولې دی، د یو شمیر کسانو له خوا په رڼا ورځ، د پولیسو په مخ کې او د کابل ښار په زړه کې ووژل شوه او جسد ته یی اور واچاول شو. فرخنده چې ۲۷ کاله یی عمر درلود او د اسلامیاتو په رشته کې يې زده کړی وې، د یو جومات په مخکې وروسته له هغې په قتل ورسیده چې د رپوټونو له مخې له ځايی ملایانو سره چې تعویذونه یې ورکول، په لفظي شخړو کې ښکیل شوې وه.

د افغانستان مشهورې پارلمانې غړې شکریه بارکزی چې تیر کال خپله د یوې حملې هدف گرځیدلې وه، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ ښځې په ډيرې آسانې سره تر هدف لاندې نیول کیږو. په عمومې توگه نه یوازې طالبان د افغان ښځو سره دښمني کوي.»

میرمن بارکزی وايی: «ځینی خلک له دی ویره لري چې ښځې پیاوړي شي. هغوی احساس کوي چې ښځې په سیاست او نورو ټولنیز برخو کې د هغوی مخالفې دي.»