1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د داعش د پرمختگ چانس لږ دی»

۱۳۹۴ شهریور ۶, جمعه

افراطي ډله اسلامي دولت د افغانستان له پاره پراخ پلانونه لري خو د طالبانو له خوا مخالفت، د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه او د افغانانو حساسیت تر اوسه پوري دې ډلي ته چانس نه دی ورکړی چي په دغه هيواد کي ډېر پرمختګ وکړي.

https://p.dw.com/p/1GNL2
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

اسلامي دولت یا داعش اوس د عراق او سوریې ډیرې برخې نيولي دي او له میاشتو راهیسې غواړې په افغانستان کې هم د ځان له پاره قوي ځالي جوړي کړي.

داعش ډله تر اوسه پوري توانیدلې ده چې په افغانستان کې د طالبانو ځيني غړي خپلو لیکو ته جذب کړي. په وروستیو وختونو کې دا کار د پخوا په پرتله لا نور هم اسانه شوی دی ځکه ځيني طالبان د نوي مشر ملا اختر محمد منصور، سره ستونزي لري او په دې باور دي چې د پخواني مشر ملا عمر د کورنۍ یو غړی باید د طالبانو مشري پر غاړي واخلي.

خو د امریکا متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ډلې د ځينو غړو د وژل کیدو او همداراز د داعش د ظالمانه جنګي تخنیکونو پر وړاندې د افغانانو کرکې تر اوسه د دې ډلې د ډیر پر مختګ مخه نیولې ده.

په افغانستان کې د داعش د پرمختګ پر وړاندي بل خنډ د طالبانو ډله ده چې لا وختي په افغانستان کې د پام وړ نفوذ لري او له کلونو راهیسې له افغان حکومت او د هغه د نړیوالو متحدینو سره جنګیږي.

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ یوه لوړ پوړي قوماندان جنرال مارتین دیمپسي، تیر میاشت وویل: «سړی ويلای شي چې داعش په سوریه او عراق کې په شپږمه، اوومه او یا هم اتمه مرحله کې ده. په لیبیا کې دغه ډله په دریمې او یا هم څلورمه مرحله کې ده. په افغانستان کې بیا دغه ډله په لومړۍ او یا هم دویمې مرحله کې ده.»

د ناټو نور چارواکي هم په همدې اند دي او وایي چې داعش لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د غمغږو عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري. خو هغوی ټینګار کوي چې دغه ډله په افغانستان کې په یوه لوی ګواښ د بدلون توان لري.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو یو شمیر پخوانیو غړو لا وختي د طالبانو بیرغونه کښته کړي او پر ځای یې د اسلامي دولت بیرغونه پورته کړي دي. له طابانو څخه د دغې ډلې یو شمیر غړو د مخ اړولو ګواښ تیره میاشت د دې ډلې د مشر ملا عمر، د مړینې خبر تر تاییدیدو وروسته ډیر شو.

د طالبانو يو پخواني غړي ملا میرویس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان اوس د ډیرو کسانو له پاره په زړه پوړي نه دي. هغه اوس د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلي له پاره جنګیږي.

د څیړونکو له پاره له ویدرو ویلسن نړیوال مرکز څخه مایکل کوګلمن، وایي چې اوس اسلامي دولت د ډیرو افراطي جنګیالیو له پاره په زړه پوري دی. خو طالبان غواړي د اسلامي دولت د پرمختګ مخه ونیسي. د افغانستان له سویل څخه شمال ته د دې ډلې د فعالیتونو غځیدل او بیا په پلازمینه کابل کې د پرله پسې بریدونه ترسره کول د دغو هڅو بیلګې دي.

کوګلمن وایي: «طالبان اوس هم یو ویروونکی جنګي ځواک دی. دغه ډله اوس په داسې یوه موقعیت کې ده چې کولای شي د اسلامي دولت ډلي د پرمختګ پر وړاندې وجنګیږي. طالبان توانیدلي دي چې د افغانستان په ختیځه برخه کې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي له صحنې دباندي وساتي.»

له بلې خوا د امریکا متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو هم په وروستیو وختونو کې د اسلامي دولت ډېر لوی چارواکي وژلي ډي. په وژل شويو کسانو کې د افغانستان او پاکستان له پاره د داعش عمومي قوماند حافظ سعید هم شامل دی.

خو د جګړې تر ډګر دباندي بيا طالبان د اسلامي دولت په پرتله د افغانانو په منځ کې ډیر ملاتړ لري. د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالې یوه اوسیدونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د داعش جنګیالي ظالمان دي. هغوی خلک پرته له کوم دليله وژني.»

کوګلمن په دې اند دی چې په سوريه او عراق کې قبیله وي اختلافاتو له اسلامي دولت سره مرسته کړې ده چې ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندي راولي خو هغه وایي چې دغه شان اختلافات په افغانستان کې په هغه اندازه قوي نه دي چې داعش ګټه ځني واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب