1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

په افغانستان کې د رسنیو آزادۍ ته د ګواښ په اړه انديښنې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

ډیر افغانان ویره لري چې له طالبانو سره د سولې یوه تړون په صورت کې به په افغانستان کې د رسنیو آزادي له منځه ولاړه شي. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د تلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی وو.

https://p.dw.com/p/3IozG
Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان په رسنیو کې په وروستیو وختونو کې ډیر وخت داسې انځورونه لیدل کیږي چې یو عادي کس د یوې خپرونې د نندارچیانو له ډلې څخه پورته کیږي او پر پخوانیو زورواکانو باندې سختې نیوکې کوي او له هغوی څخه د پخوانیو کړو وړو په اړه ځوابونه غواړي.

د پوهنتون محصل مصطفي رحماني، وايي: «څو کاله مخکې یو کس د دغه شان پوښتنو له کبله وژل کیدای شوای خو اوس خلک کولی شي په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې له تر ټولو خطرناکه کسانو څخه پوښتني وکړي.»

له میاشتو راهیسي امریکایي او د طالبانو استازي په قطر کې په خبرو اترو سره بوخت دي چې د افغانستان د اوږدي جګړي له پاره د حل یوه لاره وموندل شي. که څه هم دغه خبرې لا په لومړیو پړاونو کې او ډیرې مغلقي دي، خو دواړه اړخونه ځان ته د امتیازونو تر لاسه کولو په هڅه کې دي. د رسنیو یو شمیر کارکوونکي او عام افغانان په دې نظر دي چې دغه مذاکرات کیدای شي په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ په قیمت تمام شي.

په کندهار کې د هیواد راډیو تلویزون همکار صديق الله، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ اندیښنه لرو چې پر رسنیو باندې یا پشپړ ډول او یا هم په قسمي توګه بندیز ولګول شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ ویره لرو بیرته د رسنیو نه شتون او یا هم د دولت له خوا کنترولیدونکو رسنیو ته ستانه شو.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر تلویزیون، فلمونو او موسیقي بندیز لګولی وو، او په افغانستان کې د یوازینۍ راډیو له لارې یې یوازې د اسلامي پروګرامونو او پروپاګند د خپریدو اجازه ورکړې وه. که دغې ډلې څوک د تلویزیون په لیدو ګیر کړی وای، نو له سختې سزا سره مخامخیده.

افغانستان اوس هم د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. یوازې د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې د اسلامي دولت په یوه برید کې نهه خبریالان ووژل شول. د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چې دغه کال په افغانستان کې د خبریالانو له پاره تر ټولو وژونکی وو چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۵خبریالان په بیلابیلو بریدونو کې وژل شوي ول.

پر ګواښونو سربیره د افغان حکومت په حواله له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې په سلهاو بیلابیلې رسنۍ فعالیت لري. همدا اوس په افغانستان کې تر سلو ډیر تلویزیونونه، ۲۸۴ راډیوګانې او تر ۴۰۰ ډیرې ورځپاڼې او مجلې فعالیت لري.

په افغانستان کې د سواد کچه ټیټه ده نو له همدې کبله په دې هیواد کې تلویزیون او راډیوګانې مهم نقش لري او افغانان اوس له دې سره عادت شوي دي چې رسنۍ له سیاستوالو څخه سختې پوښتنې وکړي.

د کندهار د خصوصي راډیو کارکوونکي همدم، وایي: «اوس موږ موسیقي خپروو. ښخې زنګ وهي او خپلې ستونزې له موږ سره شریکوي. خو که طالبان آن راډیوګانو ته د فعالیت اجازه هم ورکړي، نو زه فکر نه کوم چې زموږ خپرونې دې یې خوښې شي.»

هغه زیاتوي: «موږ اندیښنه لرو چې خپلې ټولې لاس ته راوړنې به له لاسه ورکړو.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې واک ته د ستنیدو په صورت کې به د اسلام په رڼا کې د بیان آزادي ته اجازه ورکړي: «موږ به د پروپاګند، توهین او په ټولنه کې د خلکو ارزښتونو ته د مسخره کولو اجازه ور نه کړو. موږ به هغو کسانو ته د کار اجازه ورکړو چې د ټولنې د ښه کولو له پاره کار کوي.»

تیره اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو شپږم پړاو پای ته ورسید. ډیر کارپوهان په دې اند دي چې د جګړې پای ته رسولو له پاره د امریکا تلوار به د دې لامل شي چې د افغانستان ځینې لاس ته راوړنې له منځه یوسي. د رسني ملاتړي سازمان «نی» ټینګار کړی دی چې د بیان آزادي باید د طالبانو د سولې په تړون کې شامل شي.

(ms/nz (afp